مارچ 3, 2021

دوه هندۍ انجونې غواړي په ۹۰ ورځو د نړۍ ډیره برخه د خپلې الوتکې پر مټ وګوري

ژباړه: حمیدالله حمیدي
دوو هندي نجونو چې دواړه پېلوټانې هم دي، غواړي د نړۍ ډېره برخه د خپلې شخصي الوتکې په مټ د ۹۰ ورځو په اوږدو کې وګوري. دوی دواړه د هند اوسېدونکې دي چې یوه ۲۲ کلنه ده کیتر میسکویتا (Keithair Misquitta) نومېږي او بله یې ۲۳ کالنه ده او آروهي پانډیټ (Aarohi Panditنومېږي دغه دوه نجونې غواړي د نړۍ ګڼ هېوادونه په ۹۰ ورځو کې وګوري. ټاکل شوې ده چې ددې سفر په لړ کې دوی باید ۴۰،۰۰۰ کیلو متره واټن ددې الوتکې پر مټ ووهي او له اطلس اقیانوس او ارام اقیانوس څخه هم تېرې شي. که دوی په بریالۍ توګه دغه سفر تر سره کړي، له ۲۳ هېوادونو به هم تېرې شي.
دغه دوه پېلوټانې ۴ کاله کېږي چې له یو بل سره ملګرې شوې دي او د ممبیي د پېلوټانو په روزنتون کې یې روزنه لیدلې ده. پېلوټه پانندیټ وایي: «موږ چې کله د ممبیي روزنتون ته ولاړو، غوښتل مو چې د یوه ټیم په توګه کار وکړو. اوس مو چې ددې سفر اراده کړې ده، نه غواړم یوازې سفر وکړو، موږ باید دغه سفر په ګډه او ملګرۍ تر سره کړو.»

د دوی د الوتکې نوم ماهي (Mahi) دی. ماهي یوه سپکه الوتکه ده چې د اسلووني هېواد ساخت ده. دغه الوتکه ۸۰ هارس پاوره د بخار توانایي لري او کولی شي په یوه ساعت کې ۲۱۵ کیلو متره واټن ووهي. د ماهي په نوم دغه الوتکه په یو ځل له ۴ ساعتونو زیات الوت نه شي کولی، نو اړتیا ده چې له څلورو ساعتونو وروسته ارو مرو په یوه ځای کې دمه ورکړل شي.
په دې سفر کې مخکې له دې چې دوی له ایسلنډ او ګرینلډ څخه تېرې شې لومړی باید له ایران، ترکیې، اسلووني، اتریش او انګلیستان څخه تېرې شي. دوی به له دې وروسته د کاناډا پر اسمان را ښکاره شي او له هغه ځایه به ځان روسیې ته ورسوي.
دغه الوتکه پرون ایران ته رسېدلې وه، له عباس بندر، چابهار بندر څخه تېره او په تبریز کې د خپلو تېلو د ذخیرې د ډکولو لپاره ناسته کړې وه. ټاکل شوې ده نن د ترکیې پولو ته داخله شي او همداسې خپل دې سفر ته ادامه ورکړي. دوی غواړي په دې کار سره نړۍ ته وښیي چې دوی لومړنۍ مېرمنې دي چې په یوازې ځان د یوې وړې الوتکې پر مټ به ټوله نړۍ وګوري.
د یادولو وړ ده چې له دې وړاندې یوې افغانې پیلوټې ښایسته واعظ په یوازې ځان د یوې کوچنۍ الوتکې پر مټ خپل تر ټولو اوږد سفر بشپړ کړ. د ښایسته واعظ په نوم افغان – امریکایۍ پیلوټې په یوازې سر تر ټولو اوږد (۱۳۸ ساعته) الوتنه، چې پر ۲۲ هېوادونو راوګرځېده، بشپړ کړ.

افغانه پیلوټه ښایسته واعظ

هغې د خپل سفر وروستي تمځی د امریکا فلوریډا ایالت ډایټون ساحل ټاکلی و.
۳۰ کلنه ښایسته واعظ په دې اوږده الوتنه په تاریخ کې هغه ځوانه پیلوټه ده، چې د یوه ماشین لرونکې الوتکې په مټ یې د نړۍ ډېرو لیرو سیمو ته سفر وکړ. هغه کابل ته هم راغلې وه له ولسمشر او ځینو نورو افغان چارواکو سره یې کتلي وو. اغلې واعظ کابل ته د خپل سفر په اوږدو کې ویلي وو، افغان ښځو ته یې پیغام دا دی چې خپلو هیلو ته د رسېدو لپاره ډېرې هلې ځلې وکړي. ښایسته واعظ له خپلې مور او پنځو خویندو سره امریکا کې اوسېږي. دې ویلي وو، په دې اوږده سفر کې غواړي د افغان مېرمنو استازیتوب وکړي او نړۍ ته وښيي چې افغان مېرمنې هم هرڅه کولی شي او بریالی کېدای شي. دغه ځوانه پیلوټه په کوچنیوالي کې امریکا ته له خپلې کورنۍ سره سفر کې ملګرې وه، هوايي چلند کې یې ماسټري کړې او دا مهال د هوايي چلند اداره او مدیریت کې نورې زده کړې کوي.
افغانه پیلوټې اغلې واعظ له افغان ولسمشر اشرف غني سره هم لیدلي

‎هغې خپل دا اوږد سفر د امریکا له فلوریډا ایالته پیل کړی و چې د افغانستان، هند، کاناډا، پرتګال، اسپانیا، بریتانیا، یونان، مصر، بحرین او متحده عربي اماراتو په ګډون یې د نړۍ په ۲۲ هېوادونو کې الوتنې کړې دي.