دوه کلونه مخکې په همدې ورځ د افغان لوبډلي لومړۍ ټیسټ لوبه وه

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

دوه کلونه مخکې په همدې ورځ (۲۰۱۸م جون میاشتي ۱۴مه) افغان کرکټ ملي لوبډلي خپله لومړۍ نړیواله ټیسټ لوبه د هندوستان کرکټ ملي لوبډلي په وړاندي پيل کړې وه.
د یادي لوبي پچه هند وګټله او د توپوهني پرېکړه یې وکړه.
دې هیواد په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۴۷۴ منډي جوړي کړې، چې وروسته افغان لوبډلي په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۰۳ او دوهمه پاڼۍ کې یې بیا ۱۰۹ منډي جوړي کړې.
په دې سره افغان کرکټ ملي لوبډلي د دواړو پاڼیو په لوبولو سره د هند لومړۍ پاڼۍ منډي نه کړې پوره او له یاد هیواد څخه یې د ۲۶۲ منډو په توپیر ماته وخوړه.
که څه هم دا د افغان لوبډلي لپاره سخته ماته وه، خو د کرکټ مبصرین بیا وايي، چي هغه د افغان لوبډلي لومړۍ ټیسټ لوبه وه او افغان لوبغاړي هم د لوبغالي سره بلد نه وو.
د هند څخه راورسته افغان کرکټ ټیم خپله دوهمه نړیواله ټیسټ لوبه د بنګله دېش، درېیمه د ایرلینډ او څلورمه نړیواله ټیسټ لوبه یې بیا د ویسټ انډیز هیواد په وړاندي ترسره کړه.
افغانانو بنګله دېش او ایرلینډ ته ماتي ورکړه، خو د هند په څېر یې بیا د ویسټ انډيز څخه ماته وخوړه.
ټاکل شوې افغان کرکټ ملي لوبډله د خپل تاریخ ۵مه ټیسټ لوبه د اسټرالیا کرکیټ ملي لوبډلي په وړاندي ترسره کړي.
دا لوبه د اسټرالیا په کوربتوب پرت لوبغالي کي د روان ۲۰۲۰م د نومبر میاشتي له ۲۱مي تر ۲۵مي نېټې پوري ترسره کیږي.
افغان کرکټ بورډ وايي، چي لوبډله یې دې لوبي ته ډېر لېواله ده.
د بورډ اجراییه رییس دې تړاو څو اونۍ مخکي ویلې وه، چي اسټرالیا لوبډله یوه قوي لوبډله ده، خو افغان لوبډله به دې لوبي ته ښه چمتوالی ونیسي او د ملي لوبډلي لپاره به یوه ښه تجربه وي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.