دولت ځدران: په کريکټ بورډ کي مافيا راته د لوبيدو اجازه نه راکوي!

د افغان لوبډلې پیاوړي او چټک بالر دا ځل د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټه تورنه کړې، چې د ده حقوق نه ورکوي او لوبو کې یې نه لوبوي.
دولت ځدران په افغان لوبډله کې هغه بالر دی، چې نسبتاَ ښه سرعت او سپيډ لري او افغان لوبډلې سره ډېرو لوبو کې پاتې شوی دی.
خو د ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام څخه مخکې او بیا له دغه جام وروسته له لوبو لرې پاتې شوی او علت یې کرکټ بورډ د ده ان فېټ کېدل یا ناسمه فزیکي روغتیا بولي.
دولت ځدران او لوبډله کې یې اهمیت
دولت ځدران د افغانستان لپاره نږدې ۶۰ سلنه لوبو کې ښه تمام شوی او توپ اچونه یې ښه ترسره کړې ده.
نوموړي په یو ورځنیو لوبو کې د افغانستان لپاره د وېکټو سلیزه وهلې او په ۸۱ یو ورځنیو لوبو کې یې ۱۱۵ وېکټې ترلاسه کړي دي. په ۲۲ منډو ورکولو سره یې یوه لوبه کې ۴ وېکټې اخېستل بیسټ بالېنګ دی.
په شل اوریزو لوبو کې یې هم ۴۳ وېکټې اخېستي دي.
په ۴۴ منډو ورکولو سره یې ۴ وېکټې اخېستل یوه شل اوریزه لوبه کې غوره توپ اچونه ده.
اوس وخت کې افغان لوبډله فسټ بالر ته اړتیا لري او که دولت ځدران په رښتیا فېټ او چمتو وي؛ نو ښه بالر دی.
له دې وړاندې شاپور ځدران، منیر کاکړ، نورعلي ځدران او ځېنو نورو لوبغاړو هم کرکټ بورډ غوراوي کمېټه په ناسم غوراوي تورنه کړې وه. دوی ویلي وو، چې روغ رمټ دي او په لوی لاس یې کرکټ بورډ له لوبو لرې ساتي.
همدا خبره اوس دولت ځدران هم په خپله رسمي فېسبوک پاڼه خپره کړې ده او له غوراوي کمېټې یې ګیله کړې ده.
دا لاندې کرښې د دولت ځدران لیکنه ده، چې په خپله رسمي فېسبوک پاڼه یې خپره کړې ده.

ما څه ګناه کړې؟
د کرکټ مینوالو په دې وروستیو کې د افغانستان د کرکټ بورډ مشرانو له ماسره د مور او میرې چلند پیل کړی دی، له نړیوال جام راپه دې خوایې په مکمل سیالیو کې برخه رانکړه، زه روغ جوړ او فېټ یم، مسوولین راسره زیاتی کوي، د زمبابوې، بنګله دېش او ویسټ انډیز خلاف یې په یوې سیالې کې هم چانس رانکړ. سلېکشن کمېټې ماسره زیاتی پیل کړی دی، یو شمېر کړیو او مافیا ډلې په خوښه زه په ټیم کې نه لوبېږم، زه د چټکو توپ اچوونکو په قطار کې تر ټولو لومړی یم چې سل ویکټې مې ترلاسه کړي دي، خو نن مجبور شوم، زړه مې درد کوي، کریکټ مو ورځ تر بلې خرابیږي،مشران مو په کریکټ نه پوهیږي، هغه څه کوي چې بل لور نه ورته ویل کېږي زه نن د خپل ځان او ځوانانو حق غواړم.
زه د بورډ د سلېکشن کمېټې له لوري ورځ تر بلې په تمه کېږم، زمونږ د سلېکشن کمېټې مشر د بل هېواد دی، هغه کرکټ بورډ ته مونږ ته په زاریو راځي، نو څنګه به ښه انتخاب وکړي؟
درنو مینوالو زه، مجبوره یم، پخوا لکه ورونه ټول لوبغاړي و، خو نن حالت بل ډول دي، زما مجبوریت درک کړئ، بس دی نور د کرکټ بورډ مشرانو ظلم نور د رغملو وړ نه دی.
زه څو ورځې وروسته په دې مسعله باندې له رسنیو سره په کابل کې خبرې کوم، او پر خپله رسمي پاڼه هم لایف راځم، تاسې له ماسره پاتې شئ،
مننه.
زه خپل ریښتین حق غواړم، او له حق دفاع کوم،
دولت ځدران ستاسې ورور.

کرکټ بورډ هم ګرم نه دی؛ خو ګرم څوک دی؟
کرکټ بورډ وایي افغانستان کې لوبغاړي زیات دي، ولس په لوبډله کې د ځوانو لوبغاړو لوبېدل غواړي، عام خلک وایي، چې زاړه لوبغاړي باید تقاعد او رېټایر شي او ځوانو لوبغاړو ته باید ځای ورکړل شي.
اوسمهال افغانستان کې د کرکټ اکاډمیانې لسګونو ته رسېږي، چې ګڼ شمېر کې ځوانان پکې په مسلکي کرکټ زده کولو بوخت او ځېنې ترې فارغ شوي دي او خپلو تمریناتو ته کار ویلی دی.
دا ځوان لوبغاړي په دې خاطر تمرینات کوي، چې د افغانستان ولایتي، زونونو، ۱۹ کلنو، ایمرجېنګ او ملي لوبډلو کې ځانونه وګوري؛ خو دا چې زاړه لوبغاړي مناسب وختونو کې استعفاوې نه ورکوي او ځوانو لوبغاړو ته ځای نه ورکوي؛ نو د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټه مجبوره ده، چې یا ځوان لوبغاړو ته ځای ورنه کړي او یا هم زاړه لوبغاړي ډراپ کړي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




سریلانکا کرکټ بورډ د IPL پاتې سیالیو کوربتوب ته چمتوالی ښوودلی

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د راپورونو په بنسټ یو شمېر سرچیني وایي، چي د سریلانکا کرکټ بورډ مشر شامي سیلوا په سیپټمبر میاشت کې د آی پي ایل سیالیو کوربتوب ته چمتوالی ښوودلی، تر څو د آی پي ایل ... نور ولولئ