دفاع وزارت: ژر به افغانستان د یوې منظمې اردو خاوند شي

د افغانستان د سرپرست حکومت دفاع وزارت وایي چې ډېر ژر به افغانستان یوه قوي او منظمه اردو ولري.

د یاد وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي ویلي چې د اردو د جوړلو پنځه اتیا سلنه کارونه پر مخ تللي دي او ډېر ژر به افغانان د خپلې منظمې او مجهزې اردو ننداره وکړي.

نوموړي که څه هم د اردو د شمېر په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي خو د یاد وزارت سرپرست ملا یعقوب څو ورځې وړاندې په خپله مرکه کې ویلي وو چې په لومړیو کې به د اردو شمېر ۱۱۰ زره وي خو د اړتیا په صورت کې به نور ځواکونه هم اردو ته د چمتووالي په موخه وروزي.

په ورته وخت کې د افغانستان ا.ا د صفونو د تصفیې کمیسیون نن په رسمي توګه خپله دنده پای ته ورسوله او د ا.ا نظامي لیکې یې د نامطلوبو کسانو له شتون څخه پاکې اعلان کړې.

د یاد کمیسیون مشر مفتي لطیف الله حکیمي نن په کابل کې یو خبري کنفرانس ته په خبرو کې ویلي، چې د ا.ا د لیکو له تصفیې سره سم د دغه کمیسیون دنده هم پای ته رسېدلې ده.

نوموړي زیاته کړې ده چې د نظامي ارګانونو په چوکاټ کې د شکایاتو او همغږۍ کمیسیون موجود دی او له دې وروسته به له لیکو څخه د ایستلو شویو کسانو څارنه او بېرته د امنیتي ځواکونو لیکو ته د یادو کسانو مخنیوی د همدې کمیسیون پر غاړه وي.

About عاقله اسد 1244 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله