دغو لارو چارو سره مو مړاوې پوستکی ځوان او تازه وساتئ!

د پوستکي د ښکلا لپاره مناسب خوړنیز رژيم ته اړتيا ده. د پوستکي یو متخصص وایي: د يوه ټاکلي خوړنیز رژيم په وسيله کولی شئ په خپل مړاوي پوستکي کې بدلون راولئ، بالکل د یوې ساعت ستنې په شان چې بېرته شاته یې را تاوې کړئ.
هغه خواړه چې د مخ او پوستکي ښکلا کې بدلون راولي په لاندې ډول ښودل شوي دي:

۱ـ تر هر څه وړاندې  مېوې او سابه کولی شي، چې تر انټي اکسيډان ډېر د انسان پوستکي ته ګټه ورسوي.

د طبي ماهرانو په وینا د بېلابېلو رنګه مېوو استعمال غوره کار دی. دوی پر دې باوري دي چې د مېوو رنګونه د انسان پر بدن او ښکلا اغېزه لري. د بېلګې په ډول: ګيلاس، مالټه، الو، مڼه، کېله، نارنج، انار او انګور د مختلفو رنګونو، خوندونو او وېټامينونو سره ستاسې رنګ ته ځلا او ښکلا وربښي.

ډېری خلک وایي، چې مېوو او ترکاریو څخه ګټه اخلو خو ولې زموږ پر روغتیا کومه اغېزه نه کوي؟ نو د دې پوښتنې په ځواب کې باید وویل شي، چې کله موږ مېوې خورو خو دا ځینې یې داسې خاصیت لری چې مثبته اغېزه یې ژر نه را څرګندېږي، دا پروسه له ۳ تر ۱۲ مياشتو پورې ادامه پيدا کوي.

۲ـ د ماهي/کب غوښې، شيدې، هګۍ، لوبيا او ځينې نور حبوباتو څخه کار اخیستل هم د بدن د ضروریاتو پوره کولو سره سره پوستکی روښانه کوي.
۳ـ هره ورځ د ۲۰ دقیقو لپاره منظم حرکات یا ورزش وکړئ. ځکه ورزش کول بدن تازه ساتي.

۴ـ په همدې ډول د لمر له رڼا سره د امکان تر حده احتياط په کار دی. او د لمر ضد کریمونه او د مناسبې کچې عينکې کارول هم ښه غوره ده.
له بلې خوا که غواړۍ چې تل ښکلي ښکاره شئ، او مخ مو ژر مړاوې نشي نو اړینه ده چې سګرېټ و نه څکوئ، له بې خوبي او اوږد مهاله ستړيا څخه ځان وساتئ.

 

 

وروستي مطالب