د حکومت او طالبانو مذاکراتي پلاوي سبا سره ګوري

قطر

د افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتي ټیمونو ترمنځ خبرې بیا ځلې پيلېږي.

د راپورونو له مخې د افغان حکومت او طالبانو مذاکراتي پلاوی به د پنجشنبې په ورځ په دوحه کې سره ګوري او د سولې په ټپه ولاړې خبرې به بیا ځلې پیلېږي.

سرچینو رسنیو ته ویلي چې په دې خبرو کې به تر ټولو مخکې د تاوتریخوالي پر کمېدو خبرې کېږي او پاکستان ددغه خبرو د بیا پیلېدو په برخه کې هڅې کړې دي.

په ورته وخت کې افغان حکومت هم تایید کړې چې یو پلاوی یې دوحې ته تللی دی او ژر به مذاکرات بیا ځلې پيل شي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند بیا ویلي چې د مذاکراتو د پيل کره ورځ نه ده ټاکل شوې خو همدا چې پیل شي په قطر کې د طالبانو د مذاکراتي پلاوي غړي خبرو ته تیار دي.

دا راپورونه داسې مهال خپرېږي چې په کور د ننه تاوتریخوالی ډېر شوی دی خو د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي.

د یادونې ده، چې تېره ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) په افغانستان کې د روانو جګړو او تاوتریخوالي له امله د ملکي وګړو پر تلفاتو ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

یوناما د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د روانې اوونۍ په تېرو درې ورځو کې په هلمند، کندهار، ارزګان، سرپل، پروان او کاپیسا ولایتونو کې د جګړو له امله ۲۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۹ نور ټپیان دي.

راپور کې افغان امنیتي ځواکونه او طالبان دواړه د ملکي وګړو پر وژنه تورن شوي او زیاته شوې چې د سولې خبرو سره هم‌مهاله د تاوتریخوالي لوړه کچه د منلو نه ده او ښکېل اړخونه باید د ملکي وګړو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.




سبا د ټیست نړیوالې اتلولۍ پایلوبه پيلیږي

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د ټیسټ نړیوالې اتلولې پایلوبې ته هند او نیوزیلینډ کرکټ ملې لوبډلو لاره پيداکړې، چې د یادو هیوادونو کرکټ بورډونو یادي پایلوبې ته خپلې لوبډلې اعلان کړې.  د ټیسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبه د کرکټ نړیوالې ... نور ولولئ