مارچ 8, 2021

دستګیر: ځان هيڅکله د قطر فوټبال ملي لوبډلي سره نه پرتله کوو!

Advertisements

ليکنه: صابرحميدي
د افغانستان فوټبال ملي لوبډلي د پنجشنبې په ورځ د قطر فوټبال ملي لوبډلي سره لوبه ترسره کړه، چي افغانستان ۶ ګولونه پر ۰ د قطر څخه سخته ماته وخوړه.
دا لوبه د ۲۰۲۲م کال د فوټبال نړیوال جام ته د لاري پیداکولو او د ۲۰۲۳م کال د آسیا د ملتونو جام ته د لاري پیداکولو په موخه ترسره سوه.

تر یادي ماتي وروسته د افغانستان د فوټبال ملي ټیم روزونکي انوش دستګیر له رسنیو سره د یادي لوبي په اړه وږغېد.
هغه وویل(ډېره سخته لوبه ه، ډېره هڅه مو وکړه، چي د قطري لوبغاړو د حملو مخه ونیسو، مګر د هغوی وړتیا ډېره وه او موږ ئې خپل کار ته نه پرېښودلو).
دستګیر زیاته کړه(د قطر ملي لوبډله ډېره قوي ده او د آسیا اتله لوبډله ده، موږ هیڅکله ځان د هغوی سره نه مقایسه کوو، ما افغان لوبغاړو ته ویلي وه، چي په لومړیو شل دقیقو کي مقابله لوبډله پر موږ ډېر فشار راوړي، چي باید مخنیوی ئې وکړو، خو په مخنیوي کي ئې پاته راغلو).
هغه په وروستیو کي وویل(موږ د بنګله دېش په وړاندي لوبي ته پوره چمتو یو او هڅه کوو، چي د تیري لوبي غلطیاني جبران کړو).
په دې سیالیو کي افغانستان خپله دوهمه لوبه راتلونکې سې شنبه د بنګله دېش په وړاندي ترسره کوي.
افغانستان په دې سیالیو کي په پنځم ګروپ کي د قطر، بنګله دېش، هندوستان او عمان سره یو ځای دئ.
په دې سیالیو کي د افغانستان په ګډون ۴۰ لوبډلي دي، چي یادي لوبډلي په ۸ ګروپونو ویشل سوي او د یادو ګروپونو څخه ۱۲ ټیمونه بل پړاو ته لاره پیداکوي.

فرهان یوسفزی: که ملي لوبغاړي ښه وځلیږي، معنوي او مادي مرستې ورسره کوم

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان د کرکټ بورډ له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلې، چې د کرکټ بورډ عمومي رئيس فرهان یوسفزي پرون ماښام د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو سره چې ... نور ولولئ