سپورټ

درویش رسولي د فرسټ کلاس په سیالیو کې ریکارډ جوړ کړ 

د افغانستان د کورني کرکټ فرسټ کلاس ۴ ورځینیو سیالیو په دویم پړاو کې د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنو ځوانانو ملي لوبډلې لوبغاړي درویش رسولي ریکارډ جوړ کړ.

درویش رسولي په روان دویم پړاو کې تر ټولو توپ وهونکو وړاندې شوی او د ۳ سلیزو او ۵ نیمه سلیزو پرمټ یې ۱۰۷۳ منډې جوړې کړې دي.

نوموړی د بهیر محبوب وروسته دویم لوبغاړی شو، چې د فرسټ کلاس ۴ ورځینیو سیالیو په لړ کې یې یې خپلې منډې تر ۱۰۰۰ پورته کړې، خو د افغانستان د کورني کرکټ فرسټ کلاس سیالیو کې لمړی لوبغاړی وشمیرل شو، چې په یو پړاو کې تر نورو ډیرې منډې جوړوي.

له دې وړاندې بهیر محبوب د لمړي پړاو سیالیو کې ۱۰۴۸ منډې جوړې کړې وې، چې تر ټول ډیرې حساب شوې وې.

د کرک انفو ویب پاڼې د معلوماتو له مخې، درویش رسولي په روانو فرسټ کلاس سیالیو کې غبرګه سلیزه هم جوړه کړې ده، چې په یو ځل یې ۲۴۹ منډې جوړې کړې وې.

د ۱۹ کلنې کرکټ ملي لوبډلې دا لوبغاړی په روانو فرسټ کلاس سیالیو کې د امو زون کرکټ لوبډلې په ګټه لوبیږي، چې په خپل شتون سره یې دغه لوبډله دویم مقام ته رسولې ده.

د فرسټ کلاس سیالیو په دویم پړاو کې د زونونو ۶ لوبډلې لوبیږي، چې پکې د کابل مرکزي زون، سپین غر، بند امیر، امو، میس عینک او بوست زونونو لوبډلې شاملې دي.

د کرکټ نړیوالې شورا سره د لمړۍ درجه ثبت فرسټ کلاس ۴ سیالیو دویم پړاو د تیرې مارچ میاشتې د لمړۍ نېټې څخه پیل شوې دي او د راتلونکې مۍ میاشتې تر ۹ مې نېټې پورې به دوام وکړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی