Advertisements
افغانستان رسنۍ سپورټ

دا ځل عبدالسمیع فیضي د اُکرایني سیال په وړاندي لوبیږي!

ټاکل سوې د افغانستان د آزادي مبارزې تکړه لوبغاړی عبدالسمیغ فیضي په راتلونکي کي یوه لوبه ترسره کړي، چي د یادي لوبي قراراد ئې پرون جمعه لاسلیک کړ.

دا ځلي د سمیع فیضي سیال د اُکراین هیواد څخه ایوان وُلشین په نوم یو تکړه لوبغاړی دئ، چي دواړه به په ۷۷ کیلو ګرام وزن کي سیالي ترسره کړي.

ټاکل سوې دا لوبه د روان د ۲۰۲۰م کال د اپریل میاشتي په ۱۲مه نېټه ترسره سي.

عبدالسمیغ فیضي وايي، چي د اُوکرایني سیال په وړاندي راتلونکي لوبي ته پوره چمتوالی لري.

هغه له ټولو رسنیو غوښتي، چي لوبه ئې په ژوندۍ بڼه خپره کړي.

هغه پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي(( زما حریف ډېر یو غښتلی لوبغاړی دئ، هیله ده دا ځل زما دا ستره لوبه زموږ قدرمني رسنۍ په ژوندۍ بڼه خپري کړي، تر څو ټول هیوادوال مو د لوبي خوند واخلي او خپل اتل وګوري)).

 

 

هغه د دې ترڅنګ ویلي(( زه له خپلو هیوادوالو سره ژمنه کوم، چي د خپل ټول وجود په توان به چمتوالی نیسم او د لوبي ډګر ته به ور دانګم)).

دا په داسي حال کي ده، چي د تېر ۲۰۱۹ م کال د ډیسمبر میاشتي په اوومه نېټه عبدالسمیع فیضي توانېدلی وو، چي بلاروسي سیال ته سخته ماته ورکړه

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ