Advertisements
سپورټ نړۍ

دا سړی ۸ ساعته، ۱۵ دقیقې او ۱۵ ثانیې دا ډول درېدلی!

۶۲ کلن جورج هوډ، چي د آمریکا هیواد دی دا ډول ورزشي حرکت په ۸ ساعتونو، ۱۵ دقیقو او ۱۵ ثانیو کي ترسره کړ، چي په دې سره ئې نړیوال ریکارډ جوړ کړ.

د Korrespondent.net د راپور په بنسټ، د جورج هوډ دا ریکارډ خورا جالیبه دئ او تراوسه هیڅوک ندی توانېدلی، چي دا ډول حرکت دي په دومره ډیر وختونو کي یو څوک ترسره کړي.

جورج هوډ ویلي(( عمر په فقط یوه شمېره ده، هیڅ کله ناوخته نه دئ، چي خپل ښکلي بدن او او اندامونو ته ښکلا وروبخښي)).


په دې سره د جورج هود دا ریکارډ په نړیوال کتاب ګینس کي ولیکل سو.
ګینس هغه کتاب دئ، چي پکښي په نړیواله سطحه ریکارډ لرونکي څيرې او لاسته راوړني ثبتیږي.

هوډ ۱۲ ځلي تر دې مخکي هم په خپله رشته کي بیلابیل نړیوال ریکارډونه د خپل ځان له پاره جوړ کړي دي.

جورج هوډ زیاته کړې، چي دئ تر دې مخکي د آمریکا د بحري قواوو سرتیری وو او هره ورځ ئې تمرینونه کول.

هغه ویلي په ورځني ډول ئې هر ورځ ۷۰۰ ځله سینه کشي کوله.

د متحده ایالاتو د بحري ځواکونو پخوانی سرتیري پلان لري، چي د نړۍ ریکارډونو عاید د ذهني روغتیا سازمان ته وسپاري.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ