د امریکا سفارت او کابل د ساتلو لپاره سلګونه سرتېري پاتې کېږي

امریکا پر کابل د طالبانو د احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره سلګونه سرتېري پرېږدي.

ځینو بهرنیو رسنیو راپور ورکړی چې امریکا په کابل کې د ترکي ځواکونو په یوه نظامي اډه کې سلګونه سرتېري پرېږدي څو پر کابل د طالبانو د برید په صورت کې ددوی پر وړاندې اقدام وکړي.

سرچینه زیاتوي، چې امریکا په دې اړه له ترکي چارواکو سره خبرې کړې دي خو تر دې دمه ترکیې له دغه پرېکړې سره موافقه نه ده کړې.

دا سرتېري به همدا راز د امریکایي سفارت د ساتنې مسوولیت هم لري.

دا راپورونه داسې مهال خپرېږي چې د دوحې له هوکړې سره سم باید ټول بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي، د سولې خبرې دې پایلې ته ورسول شي او افغانستان کې باید تاوتریخوالی کم کړل شي، خو روان وضعیت د کړکېچن کېدو لور ته روان دی او عامو افغانانو ته یې اندېښنې پیدا کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ طالبانو د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو تر وتلو وروسته دې امریکا ته په سیمه کې د پاتې کېدو فرصت نه ورکوي.

طالبان په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې وایي، چې بهرني ځواکونه په سیمه کې د ناامنۍ او جګړې اصلي لامل دي او که کوم هېواد بهرنیو ځواکونو ته اډه ور کوي، دوی به ددې ډول ناوړه او پاروونکو کړنو په وړاندې پټه خوله پاتې نه شي.

طالبان داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې یو شمېر لویدیځو او سیمه ییزو رسنیو داسې راپورونو خپاره کړل چې ګواکې امریکا له افغانستانه د پوځیانو له ایستلو وروسته په شاوخوا هېوادونو کې د پوځي شتون لپاره د اډو په لټه کې ده.

په دې راپورونو کې د مرکزي اسیا، خلیجي هېوادونو او پاکستان یادونه د هغو هېوادونو په توګه شوې چې ښایي امریکا پکې پوځي وغواړي.

طالبان وایي، افغان خاوره به د چا د امنیت پر ضد نه استعمالېږي او له نورو هم غواړي چې خپله خاوره او هوايي حریم زموږ د هېواد پر خلاف استعمال نه کړي.

وروستي مطالب