داسې ژوند وکړه! چې تېر شي پسې خپه نشي او د یو ځل بیا د راګرځېدو ارمان درنشي

د ژوند پړاوونه؛

ـ له پلاره میړه غوښتل (میړه مو نه پیژانده، کله به چې ښار ته تللو، نو زما فرمایش به د میړه غوښتو و) د میړه په نامه د نړۍ قسم قسم نعمتونه خوړل او ډالۍ ترلاسه کول (هر څه به یې چې راوړل، ویل دا دی میړه مې درته راوړ).

ـ د مور په نوم، میړه نه کوم، تا هېڅکله یوازې نه پرېږدم، ډایري (یادښتونو کتاب) لیکل.

لومړنی د ماشومتوب لوبې مې د نانځکو کورکیو پیل، په خپلو کورکیو بدلي شوې؛ موږ به د کور مېرمنو رول لوباوه، کاکا زامنو یا وروڼو به د کور بهر نارینو رول اخیسته!

زما همزولې، ترلي نه وي؛ دوه تره زامن ول، هغوی به تل د لوبو وړوکي موټرګي اخیسته، تار به یې پکې اچولی چلول، زما هم د نانځکو لوبولو هيله نه وه، بلکې د هجرت او حکمت نه د ښه او غټ موټر درلودلو هيله وه.

د کوڅې لومړنۍ ښځينه ملګرې مې “لیلا ” وه، په ځمکه باندې د کندې ایستلو او مات بنګړیو لوبه به مو کوله.

د ښوونځي لومړنۍ ملګرې مې “شکیلا” وه، تر اوسه مې د هغې خندا، د زنې تور خال او غټي سترګې او سپین غاښونه په یاد دي.

زموږ ملګرتیا له یوې ژاولې پیل شوې وه، چې د یوې روپۍ یې دوه دانې واخیستي یوه یې ماته او بله خپل ځان ته پوست کړله.

د مطالعې شوق مې د ماما نه راپاتې شو، د څلورم ټولګي زده کوونکي وم چې هر سهار به مې د “جنګ اخبار” لوسته تر نننه…

لومړی مقاله مې هم د خپلو وروڼو په نوم په شخصي ژوند چې په څلورم ټولګې کې وم لیکله، چې دماشومانو په مجله کې خپره شوه…

د غیرت په نوم مې د مقالو د لیکلو په جریان کې لومړی ځل یو افغان “سید اغا”وپیژانده:

کله چې مې اخبار ته مقالې لیکلې، د مطبعې مسوولینو توجه مې راواړوله، نو یې خپله اداره کې ویلي و، چې د نوموړي ماشومې په شخصي ژوند مقاله ولیکئ سره د انځوره به یې په خپله مجله کې خپره کړو. دا چې موږ په کوزه پښتونخوا کې اوسېدلو او یاده اداره کې افغان “سید اغا ” نوم ځوان کار کاوه، او پوه شو، چې نوموړي نجلۍ یوه افغانه ده، یو سهار ور وشړنګېده، وره ته مور ورغله، د وره تر شا یې ورته وویل، نن زموږ له ادارې ښایي زموږ همکارانې “شګوفه ” او حدیقه خان ” راشي، خو ګوره مورې چې مهر انځور ونه باسي د مجلې د چاپ لپاره یې ور نه کړي…

دا چې د دولس لس کلنۍ کور کې دنننه همزولې نجونه نه وي، ماما ګانو سره مې د کرکټ لوبه کوله حتی تر پېغلتوبه:

راشه درشه مو یوازې خاله سره وه، د خاله دوه زامن، یو لیوره زوی، یو دوه به کله ورکره د نندرور زامن هم راغلل، دوه ماما ګان مې هم ورسره اوسېدل، هلته به مو کرکټ او کاغذ پران الوزاوه، کرکټ کې الراونډره او پتنګ الوزولو کې هم بده نه وم…

خاله مې یوه لور هم درلوده هغې سره مې نانځکې زده کړي، خو ډېری وخت مو جنګونه کول، زما نانځکې ډېرې او ښایسته وي، مور او نیا به مې راته په ستنه او تار له ټوټو اوبدلې وي، مخ سترګې ویښته هر څه یې درلودل، هغې به رانه پټولي. د نانځکو ودونه خوند کوي، په نانځکو کې مو باید د نانځکو ودونه کړې وي.

ما هېڅکله فکر نه کولو چې پرنه د بدل (د پېغلې په بدل کې پېغله) ودولو به هم یو طرفه واده کېږي، نانځکه به مو ور واده او نانځکه را واده کړه، نو ځکه دومره مې ورسره لوبې نه خوښولي او تنها نانځکې کېدلې نه.

ـ مکتب کې راپسې په ټول تعلیمې کال کې یوه ورځ غیرحاضري لیکل شوې وه، اداري ته مې استادي پسې لاړم چې زما دا یوه ورځ نه په یادېږي، چې زه به نو ولې نه وم راغلې، د هغې نو ولې په یاد پاتې شوای وای؟

له موره مې وپوښتل، ویل تبه دې وه ټوله ورځ ویده وې.

له ماشومتوبه د مکتب په وجه چیرته نه یم تللي! پوهنتون هم همداسې، اوس هم وظیفه، کله چې بېکاره یا رخصت یم، نو عادت نه یم، چېرته نه ځم راځم…

ـ د هېڅ عمر، زمان، وخت ارمان نه راځي، نه یې هم کوم… حال کې ژوند کوم، راتلونکي ته پلان لرم، ولې ورخطا نه یم ورته. له مرګه وېره نه لرم که وېره لرم یوازې د پلار زړښت او د مور د سترګو اوښکو نه مې…

وروستي مطالب