خپلوانو کې واده کول کومې پايلې لري؟

د اسلام مقدس دين واده ته په ډېره درنه سترګه ګوري، او لکه څرنګه چې واده روحي، صحي، اقتصادي، سیاسي، اجتماعي، دیني او داسې نورې ګټې لري، او هغه دروند کار دی چې د دوو مختلفو جنسونو تر منځ په خپلمنځي تفاهم او توافق سره د یو ټینګ تعهد کولو په رڼا کې رامنځ ته کیږي.
خپلو کې ودونه په ډيرو اسلامي او غير اسلامې هیوادونو کې کيږي ، چې بدې پايلې یې لرلي؛طبي تجربو ښودلې ده چې په ډیرو مواردوکې د داسې ودونو په پایله کې ماشومان معیوبه او ناقص زیږيږي.

په ډېرو کورنیو کې چې ماشوم نړۍ ته راځي نو هغه نارمل نه وي بلکې يو معيوب ماشوم نړۍ ته راځي، چې کورنۍ له ستونزو سره مخ کوي.
خپلو کې دجلۍ هلک واده کول دطب له نظره ګڼې ستونزې پيدا کولی شي. چې په دوی کې د وینو د ګروپ یووالی وي. او دا یووالی هغه مهال سره یو ځای کیږي، چې دوی سره ودونه وکړي. دغه کار په وینه کې ستونزه رامنځ ته کوي. اولادونه سم نه زیږیږي او د مشترکو کروموزومونو د یو ځای کیدو له امله دا ستونزه راپورته کیږي. په ځینو حالاتو کې داسې امکان هم شته، چې په لمسیانو او یا له هغو وروسته په نورو راتلونکو نسلونو کې دا ستونزې پیدا شي.
زموږ په افغاني ټولنه کې زیاتره دخپلو ترونو ( کاکاګانو ) ، د خپلو ماماګانو او د خپلو ترور لورګانو سره ودونه کوي چې ماشومان یې دThalassemia، Down syndrome او د وینې، هډوکو او نورې رواني ناروغۍ پیداکوي.

همدارنګه دا خپلوي چې په خپلو کې کېږي د ډېرو کورنيو تر منځ ستونزې راولاړوي چې موږ دلته ديو متل يادونه هم کولی شو چې ويل شوی:
(د خپلوانو خپلوي ښه وي نه خيښي) مطلب په هغه پخوانۍ خپلولۍ کې مينه وي چې همدا خپلوي بيا د خيښۍ نه وروسته دځينو ستونزو له امله په دوښمنۍ اوړي چې بيا د پخوا په شان نه هم خپلوي او نه هم مينه او دوستي وي.

دطب له نظره کولی شی چې دحمل په ۲۸ هفته د(coombs test)  په نوم یو ټیسټ وکړی که چیری دا ټیسټ مثبت وي نو د ماشوم ژوند په خطر کی دی او باید مراقبت یې وشي که چیرې دا ټیست منفې وي نو دا معنی چه د مور دفاعی سیستم د ماشوم په وړاندې انټي باډي لا تر اوسه نه ده جوړه کړې او د وینی حجرات یی هم د حملې لاندې نه دي راوستي نو دا وخت باید مور ته د (rogham immune gluboli په نوم پیچکاري ترسره شي د دې پیچکاري دنده داده چه د مور دفاعي سیستم تر فشار لاندی راولي ترڅو د ماشوم د وینې حجرات نور تخریب نکړي.

داپیچکاري۹۰ فیصده کامیابه وي ځکه نو مخکې له کوژدې باید د وینې معاینات ترسره کړئ او دا کار په خپلو خپلوانو کې ډیر وي.

د همدې موضوع په تړاو د ميدان وردګو ولايت اوسېدونکې هیله یاران ته وایي؛ په يو ځل يې پلار څلور خويندې يې څلورو ورونو ته چې دکاکا زامن يې وه ورکړې.
د هغې په خبره، چې موږ او د کاکا کورنۍ يو ځای ژوند کوه، موږ په خپل ژوند کې ډېر خوشحاله وو، موږ يوه بااتفاقه کورنۍ وو، کاکا مې ددې لپاره چې زموږ کورنۍ اتفاق وساتل شي نو زما پلار نه يې زما د خويندو غوښتنه وکړه چې زما څلور پېغلې خويندې يې په يو ځل څلورو دکاکا زامنو ته په داسې حال کې ورکړې چې هغوی خبر نه وه.
کله چې خبر شول نو ټولو انکار وکړ او هغوی ويل چې موږ يو کور کې د خويندو او ورونو په څیر لوی شوي يو.

هیله وایي، چې اته کاله پوره شول چې زما څلور خويندې د کاکا زامنو په نوم ناستې دي چې نه يې دوی ودوي او نه يې بل څوک کوي.
د هیلې په وینا که په افغاني ټولنه کې يو ځل يوه جلۍ ورکړل شي او بيا د ستونزو له امله واده نشي نو بيا بله کورنۍ کله هم هغې ته په جرګه نه ورځي.
هيله چې د دې خبرو د یادولو په وخت يې سترګې ډکې شوې زياته يې کړه، چې زما مور زما د خويندو له امله چې ډيره ورته ځورېدله په ډول ډول ناروغيو اخته شوه او مړه شوه.

او زما کاکا چې د خپلو ورېرو، ورور او د خپلې کورنۍ په اتفاق خپه و نو دسرطان په ناروغۍ اخته او مړ شو.
موږ اوس سره تګ راتګ نلرو او اړيکه مو ختمه کړې ده.

هیله وایي، چې نو زه له ټولو هېواد والو څخه غواړم چې کله هم نجونې بې خوښې او خپلو کې مه ورکوئ.

د کابل یوه بله اوسېدونکې نازيه چې د کاکا له زوی سره يې واده کړی موږ ته یې داسې وويل، چې يوه لور مې پيدا شوه بيخي ښه وه هېڅ ستونزه يې نه وه خو چې بله لور مې پیدا شوه عصبي ستونزه يې څو مياشتي ژوندۍ وه او مړه شوه دا دی شل شپې کېږي چې بله لور مې پیدا شوه او د عصبي سيستم د ستونزې له امله هغه هم مړه شوه ډاکټران وايې ستا ستونزه دا ده چې ستاسو د وينې ګروپ يوشان دی او تاخپلو کې واده کړی.

نو دا چې د واده کولو مسئله د يوې يا دوه ورځو خبر نه ده نو بايد له ډېر دقت څخه کار واخيستل شي لومړی باید خپلو کې واده ونشي او که کېږي هم نو بايد يو ځل نجلۍ او هلک خپله وينه معاينه کړي.




وروستي مطالب