خوړو سره د کوچنیانو یادښت او هوش پياوړی کړئ

ژباړه: حماد هلال

که فکر کوئ، عضوي خواړه ستاسو په رژیم کې مهم رول لري، تېروتنه نکوئ. یوه نوې څېړنه ښايي، چې په کوچنیوالي کې د عضوي خوړو استعمال په ادارکي وده اغېز لري.

هغه څېړنه چې د څېړوونکو لخوا د بارسلونا نړۍ وال  څېړنیز انسټیټوت مرکز و ویرجلي روغتیا څېړنیز مرکز کې ترسره او د چاپيریال ککړتیا ژورنال کې د  ۲۰۲۱ کال په سپټمبر میاست کې خپره شوه، دې څېړنه کې ۱۲۹۸ جوړې هغه میندې او ماشومان چې عمر یې د شپږو کالو څخه تر یوولسو کالو پورې وو، د څېړنې لاندې نیول شوي وو.

څېړونکو لاسته راوړې، د ښوونځي په کم عمره ماشومانو کې د عضوي خواړو خوړل د فعالې حافظې ازمایښت کې د تازه مالوماتو ذخیره کول، د تازه مالوماتو پېژندلو، منطق کارولو او ستونزو حل وړتیا کې لوړې نمرې لري.

د تعذیې مهم والي درک او دهغې تور اړخ (تاوانونه) پوهېدې لپاره، د فست فوډ ( سره کړي خواړه)، په بند کور کې ژوند کول او د تنباکو کارول(سګرټ  څکل) د هوش او حافظې کمزوري کېدو لامل ګرځي.

مارتین ویرجید، د دې مقاله یو لیکوال وايي: موږ ولیدل چې له زېږون څخه وړاندې د چاپيریال ککړوونکي( د کور داخلي هوا ککړتیا او د سګرټ لوګی)،  د ماشومتوب عادتونه ( خواړه، خوب او د کورنۍ پانګه) دا په ماشونو کې د چلند ستونزو سره تړاو لري.

دا لومړی ځل ندی، چې پوهان په ماشومتوب کې د خوړو او ادراکی ودې ترمنځ اړیکه پيداکوي. هغه مطالغه چې په ۲۰۱۴ کال د Clinical Pediatrics ژورنال کې خپره شوه وه، ښايي د پنځم ټولګي هغه شاګردان چې د فست فوډ خوړو ډېر خوړولو اعلان یې کړی وو،  اتم ټولګي ته د رسیدو پورې په ساینس، ریاضي او لوستلو کې نمرې کمې وې.

 

 

وروستي مطالب