اپریل 18, 2021

خوست کې ګڼ شمېر ښوونځي ودانۍ نه لري

خوست کې سره له دې چې د تېر یوه کال په موده کې د ۱۱۶ ښوونځیو لپاره لويې او وړې ودانۍ جوړې شوي، خو مسؤلین وايي چې لا هم په دې ولایت کې سل ښوونځي ودانۍ نه لري.

د یاد ولایت د پوهنې ریاست چارواکو ویلي، د خوست څلوېښت سلنه زده کوونکي د زده کړو لپاره له مناسب چاپیریاله بې برخې پاتې شوي دي.

د خوست د پوهنې رئیس نصیر احمد روښان نن سه شنبه د لکڼو د سرحدي سیمې اړوند د سیرکیو بوړیو لیسې ته د نوې درې پوړیزې ودانۍ د پرانیستې پر مهال وویل، د ټول ولایت په ځانګړي ډول د ولسوالیو په کچه د مسلکي ښوونکو د کمښت ستونزې هم ښوونیز بهیر اغېزمن کړی دی.

د نوموړي په وینا، په تېرو وختونو کې ډیری غیر مسلکي ښوونکي په دندو ګمارل شوي، خو اوس د اداري اصلاحاتو د پروګرام په چوکاټ کې کوښښ کیږي، چې د مسلک سره سم ښوونکي جذب کړي.

د سیرکیو بوړیو په سرحدي سیمه کې د لېسې دغه نوې درې پوړیزه ودانۍ د هند په مالي مرسته چې ۲۱ نیم میلیون افغانۍ لګښت پرې راغلی دی اباده شوې ده.

ددې ودانۍ د جوړېدو چارې په یو نیم کال کې بشپړې شوې چې ۱۸ تدریسي خونې، کمپیوټرلب، لابراتوار او د څښاک د اوبو لپاره څاه لري، دغه راز ۶۸۸ متره چاردیوالي ورڅخه راتاو شوې ده.

ځايي فعالان او قومي مخور وايي، چې د دا ډول پروژو په پلي کېدو سره پر حکومت ولسي باور ډېرېږي او خلک له حکومت او نظام څخه ملاتړ کوي.

بله خوا د ښوونځي زده کوونکي هم ددې لیسې د نوې ودانۍ جوړولو ته خوشاله دي او وايي، هغه ستونزې چې یې پخوا درلودې اوس به تر ډېره حده راکمې شي.

د زده کوونکو په وینا چې پخوا يې درسي چاپیریال غیر منظم و، ځکه د ونو لاندې يې درسونه لوستل، خو اوس ورته د ښوونځي ښه ودانۍ جوړه شوه چې په ټولو اړینو وسایلو سمبال ده.

دوی وايي، حکومت دې هغو ښوونځیو ته هم ودانۍ جوړې کړي چې زده کوونکي یې تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.