خوب – هدیره کې د شپې ښوونځی !

وختونه وروسته سره راټولې شوي وو، د شنو چایو، ګوړې او پېښورو مومپلیو مجلس جوړ ؤ. یو کوچنی په وارخطایۍ او ویرجنه څهره خونې ته رادننه شو، مخ یې ګلالۍ ته ورواړاوه او په ساه لنډۍ یې ورته وویل:
ګلې خور! ګلې خور! بام ته ختلی وم، ومې لیده چې کېږدۍ مو اور اخیستی، کلي کې مو ځای ځای د اور لمبې لیدل کېږي او جونګړې مو سوځي.

د ګلالۍ له لاسه د چایو پیاله پرېؤته او مخ په وره یې سرتور سر منډه کړه. له مټه مې راونیوله چې پدې توره شپه چیرته ځغلې؟
ګلالۍ چیغې وهلې..زه باید ځان ورسوم.
ترلو یې خپلو منځو کې یوې بلې ته کتل او په تمسخر یې وریځې نڅولې، یوې بلې ته یې پکې شفرونه لیږدل… زړه مې له کرکې ډک شو، اخر یې هم د تربورولۍ رخه زړه کې وه په نابودېدو یې خوښېدلي.

هغه مخکې زه هم ورپسې راهي شوم. ستړي منډې مو ووهلي، اخر هم لوړې ته ورسیدو. زمونږ او د دوی د کلیو ترمنځ بېلتون یو لوی و ژور سیند و، چې کلیوال به په ډولۍ (زانګو) کې پورې وتل، زانګو مو اېله او دواړه پکې سپرې شوو، وحشتناکه تیاره شپه او غرنۍ سیمه، زاړه زانګو او داړونکی سمندر؛ خو مونږ دوه پیغلې داسې یو افت په مخه کړي وو چې دې ډار ته هېڅ متوجه نه وو.

کلي ته په نږدې کېدو مو ځای ځای د اور لمبې تر سترګو شوې، یوه له بلې ور مخکې کیدلو تر څو هدیرې ته ورسیدو … ومو لیدل چې د اور لمبې د جګو لوړو مشالونو دي، لکه د اولنیو پیړیو د رڼا چراغونه، او د هر یو مشال لاندې یو د ماشومانو ټولګی ناست وو، لویو ډبرو ته یې تورې تختې ایښې او ښوونکو د مشال رڼا ته د تورمخې دوښمن د زده کړو مخالفینو له ویرې په هدیره کې د شپې لخوا ښوونځی پرانیستی او درس ورکاوه … وجود مې بې حسه او پښې سستي شوې، په ځمکه پر کاله په ګونډو شوم، سترګې مې بې اختیاره له سړو اوښکو ډکې شوې، له خوشالۍ نه مې سر آسمان ته پورته کړ، خپل خدای ته په ګیلو او مننې لګیا شوم، د زړه درزا مې تر لېرې اورېدل کیده، سلګۍ مې له ستونې آزادي او په کریکو بدلې شوي، په چیغو چیغو مې ژړل چې مور مې سر په غیږ کې ونیوه په زوره زوره یې له اوږو وخورولم…

_ لورې وېښه شه! وېښه شه! کلیمه تیره کړه! کوم بد خوب ؤ.. تیر شو …