اپریل 14, 2021

خواښې په واده کې پوه شوه چې ناوې يې لور ده

Advertisements

يوه چينايي مېرمنه د زوى د واده په مراسمو کې پوه شوه، چې ناوې د دې خپله ورکه شوې لور ده.

د راپورونو پر اساس، دغه چينايۍ مېرمن د زوى په واده کې ناڅاپي پوه شوه چې ناوې د دې هغه لور ده چې په وچنيوالي کې ترې ورکه شوې وه.

دا عجيبه پېښه په iental Daily نشريه کې یاده شوې ده.

د ناوې مور او پلار وايي، چې شل کاله وړاندې هغوى پر سړک يوه نجلۍ پيدا کړه او هغه يې په فرزندي قبوله کړه. د نجلۍ اصلي مور چې هغه يې نړۍ ته راوړې، هم وايي چې نږدې شل کاله وړاندې يې خپله کوچنۍ لور ورکه کړې وه او په دغه ټوله موده کې د لور په لټه کې وه، خو هڅې يې بې ګټې وې.

دغه چينايۍ مېرمن د ناوې په لاس د خال د نښې په ليدلو ګمان کوي چې دا نجلۍ ممکن د دې خپله ورکه شوې لور وي.

خو سره له دې دا واده ترسره شو، ځکه معلومه شوه، چې دغه ناوې او زوم  يو بل سره خوني/ د وینې تړاو نه لري، ځکه کله چې دغه چينايۍ مېرمنې لور ورکه کړه، يو هلک یې  په فرزندۍ ونيوه.

 

ذهني نقشه؛ که د ازموینو پرمهال ترې استفاده وکړئ، ښې نمرې به ترلاسه کړئ

لیکوال: عایشه حیدري ، کابل - برخه : ځوانان او زده کړې

Advertisements ذهني نقشه یو ډیاګرام دی چې د نظرونو، فعالیتونو، یا نورو کلیدي ټکو یا مفکورو پورې اړوند توکو د څرګندولو ډیاګرام دی چې دا ډیاګرام د نظرونو او افکارو رامنځته کولو، تنظیمولو، او جوړښت ... نور ولولئ