وکیلان: خلیلزاد د جګړې د ختمولو پر ځای د کورنۍ جګړې په لټه کې دی

امریکا په افغانستان کې د کورنۍ جګړې په لټه کې ده.

د ولسي جرګې ځينې غړي وایي د افغان سولې لپاره د امریکا ديپلوماتیک ماموریت ددې پر ځای چې د جګړو له کمولو سره مرسته وکړي برعکس د جګړو د ډېرېدو او تاوتریخوالي سبب شوی دی.

د ولسي جرګې غړي الله ګل مجاهد وویل چې زلمی خلیلزاد او ورسره مل پلاوی یې په رښتیني توګه د جګړې د کمولو په لټه کې نه دي، بلکې په دې لټه کې دي چې افغانستان د کورنۍ جګړې لور ته بوځي.

نوموړي پر وکیلانو غږ وکړ چې یو شل کسیز پلاوی جوړ کړي او طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره دې تیاری ونیسي.

هغه زیاته کړه چې د حکومت ډيری چارواکي پردي دي، له نورو هېوادونو راغلي او له امریکا سره یو ځای به له دې هېواد ځي نو ځکه دوی ته د افغانستان سوله مهمه نه ده.

وکیلانو ټینګار وکړ چې نړیوال دې هم په افغانستان کې د جګړې د کمولو لپاره هڅه وکړي او نړیوال بنسټونه دې هم په دې برخه کې خپلې همکارۍ ډېرې کړي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې ګڼو غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل چې د هېواد په ځینو ولایتونو کې سختې جګړې پیل شوې دي او د تاوتریخوالي اوج د جدي اندېښنې وړ دی.

دوی وایي سره له دې چې ټول اړخونه په افغانستان کې د مذاکراتو او خبرو ملاتړي دي، خو طالبانو جګړې شدیدې کړې دي.

د ولسي جرګې غړي عبدالقادر قلاتوال په خپلو خبرو کې وویل چې د جګړو د اوج پر مهال د سولې مذاکرات په ټپه ولاړ دي او باید په اړه یې وضاحت ورکړل شي.

دده په خبره ټول افغانان ژر تر ژره د جګړو د پای ته رسېدو غوښتونکي دي او دواړو لورو ته په کار ده چې تاوتریخوالی کم کړي او د سولې هڅې چټکې کړي.

دوی پر امنیتي ادارو هم نیوکه وکړه چې د طالبانو د بریدونو پر وړاندې پر وخت اقدام نه کوي او له هغه وروسته عملیات پيل کړي چې وسله وال د ښارونو مرکزونو ته ننوتي وي او یا یې ولسوالۍ نیولې وي.

دوی پر امنیتي اداراتو غږ وکړ چې د وضعیت د کنټرول لپاره خپل اقدامات ډېر کړي.

وروستي مطالب