خلیلزاد: که طالبان سوله و نه کړي له انزوا سره به مخ شي

امریکا وایي طالبان د خپل پایښت لپاره یوازې یوه لار لري او هغه هم سوله ده.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د امریکا کانګریس ته په خپلو خبرو کې ویلي دا ګنګوسې بې ځایه دي چې ګواکي د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته به افغان پوځ له ماتې سره مخ شي.

د نوموړي په خبره افغان پوځ پیاوړی دی او د نړیوالې ټولنې ملاتړ له ځان سره لري.

هغه د طالبانو د جګړو په اړه هم ویلي چې دغه ډله د خپل پایښت لپاره یوازې یوه لار لري او هغه هم دا ده چې د سولې له پروسې سره یو ځای شي.

د هغه په وینا که طالبان جګړو ته ادامه ورکړي او د جګړو له لارې واک ته د رسېدو کوښښ وکړي نو د نړیوالو او سیمه ییزو هېوادونو له بندیزونو او انزوا سره به مخ شي.

خلیلزاد همدا راز پر هغو هېوادونو چې پر طالبانو نفوذ لري غږ کړی څو یاده ډله سمې لارې ته وهڅوي.

خلیلزاد دغه راز زیاته کړې، چې دوی په افغانستان کې د دایمي ثبات د راوستو لپاره هڅه کوي او له هرې ممکنې لارې په دې لټه کې دي چې دلته روانه جګړه ختمه کړل شي.

د امریکا د کانګریس غړو هم ټینګار کړی چې باید طالبان له جګړو را وګرځول شوي او د سولې لپاره پر خپلو کړو ژمنو دې عمل وکړي.

بلخوا تېره ورځ ولسمشر غني ویلي، چې طالبان باید دا ومني چې د افغانستان راتلونکی نظام باید انتخاباتي وي.

نوموړي له یوې امریکایي رسنۍ سره په تازه مرکه کې ویلي چې سوله یې لومړیتوب دی خو که طالبان جګړو ته ادامه ورکوي نو دی د پوځ لوی درستیز دی او تر وروستۍ شېبې په د طالبانو پر وړاندې جنګېږي.

ولسمشر غني همدا راز ویلي چې طالبان باید د ټاکنو له لارې واک ته پر رسېدلو باورمن شي او دا ومني چې د افغانستان راتلونکی نظام به انتخاباتي وي.

د غني په خبره افغانان باید د ټاکنو له حق محروم نه شي او طالبان دې ژر تر ژره جګړه ختمه کړي او د خبرو له لارې دې د ولس ملاتړ خپل کړي.

ولسمشر غني تر دې وړاندې هم په ځلونو ویلي چې جمهوریت ورته سره کرښه ده او چا ته اجازه نه ورکوي چې د زور له لارې ځان واک ته ورسوي.

 

وروستي مطالب