خلیلزاد: نړۍ به طالبانو سره د تعامل نه کولو لوړه بیه پرې کړي

خلیلزاد

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې که چېرته نړۍ له طالبانو سره تعامل ونه کړي نو تر ټولو ستره بیه به پرې کړي.

نوموړي په خپله تازه مرکه کې زیاته کړې ده چې که چېرته افغانستان یو ځل بیا سقوط وکړي نو مسوولیت به یې د هغوی پر غاړه وي چې طالبانو سره تعامل ته غاړه نه ږدي.

خلیلزاد دغه راز څرګنده کړې ده چې جوبایډن هم د ټرمپ په څېر نه غوښتل چې له افغانستانه د سرتېرو ایستل په شرایطو پورې وتړي.

هغه د خپلو خبرو پر دوام په افغانستان کې بشري وضعیت اندېښمنونکی بللی دی او زیاته کړې یې ده چې له اړمنو افغانانو سره د مرستې یوازینۍ لار له طالبانو سره تعامل دی او که داسې ونه شي نو تر دې د بد وضعیت تجربه هم له امکانه لرې نه ده.

د یادونې ده چې نن امریکا ویلي، له طا لبانو سره په دوحه کې د دوه ورځنیو غونډو پرمهال هغه اندېښنې مطرح شوي چې واک ته د طا لبانو له رسېدو وروسته یې افغانان او دوی لري.

د دې اندېښنو نوې اړخ د بشري حقونو د څار سازمان د سې شنبې د ورځ هغه راپور دی چې وايي، طا لبانو واک ته له رسېدو راهیسې د عمومي بښنې له اعلان سره سره، په ۴ ولایتونو کې نږدې ۱۰۰ مخکني پولیس او استخباراتي کار کوونکي یا وژلي او یا یې په زور تري تم کړي دي_ هغه راپور چې طالبانو تبصره نه‌ده پرې کړې، خو تردې مخکې یې د پخوانیو امنیتي ځواکونو د غړو د سیستماتیکې نیونې او وژنې ادعاوې رد کړې دي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام‌وېسټ چې دوحه کې یې طالبانو سره دوه ورځې خبرې کړي وايي، له طالبانو سره یې خبرو کې له دوی غوښتي چې د عمومي بښنې په اړه خپله ژمنه عملي کړي او په خپلو لیکو کې له هغو کسانو څېړنې وکړي چې په دې ډول پېښو کې لاس لري.

په دوحه کې له طالبانو سره د دوه ورځنیو بحثونو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه هم خپره کړې او په کې لیکي، ټام‌وېسټ له طا لبانو مشرانو سره خبرو کې له هغو وغوښتل چې د ټولو افغانانو حقونه خوندي او د ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو لپاره نور ګامونه هم واخلي.

د طا لبانو حکومت د دې غونډو پایلو ته هیله‌مندي ښيي او زیاتوي، هوکړه شوې چې راتلونکي کې هم دا ډول کتنو ته دوام ورکړل شي.

About عاقله اسد 1171 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله