خلیلزاد: غني فکر کاوه چې امریکایان به یې حکومت وساتي

خلیلزاد

د افغانستان پخوانی حکومت د امریکا پر نه وتلو ډاډه و.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له سي ان ان سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، ولسمشر غني ځکه د سولې خبرو ته غاړه نه اېښوده، چې په باور یې امریکايي عسکر به هېڅ وخت له افغانستان و نه وځي.

دده په خبره اشرف غني ډاډه و، چې امریکايي عسکر به دلته پاتې کېږي او له چین او روسیې سره د سیالۍ په پار به دده د حکومت ساتنه هم کوي.

خلیلزاد وایي د اشرف غني اکثره محاسبات همداسې غلط و او د افغان ځواکونو په اړه یې هم اټکل او محاسبه بې ځایه وه.

نوموړي یو ځل بیا د روان وضعیت ټول مسوولیت د اشرف غني پر ناسمو محاسباتو، بېځایه ټینګارونو او دده له لوري د سولې په لار کې پر خنډونو جوړولو اچولی دی.

خلیلزاد وایي هغه د سولې په برخه کې د هېڅ پرمختګ هرکلی نه کاوه او یوازې د خپل حکومت د ساتلو لپاره هرې پرېکړې ته تیار و.

د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې خلیلزاد په یوه انلاین غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي، چې امریکا له لومړي سره په افغانستان کې د ټاکنو د ترسره کېدو مخالفه وه، خو له فساده په ډکو ټاکنو کې اشرف غني ځان د افغانستان ولسمشر اعلان کړ او د نړیوالو یوې مشورې ته یې هم ارزښت ور نه کړ.

خلیلزاد وایي په ځلونو یې هغه ته وویل، چې باید له طالبانو سره د ګډ حکومت لپاره کار وکړي، موقت حکومت دې جوړ شي، جګړې دې ودرول شي او اجازه دې ورکړل شي چې امریکايي عسکر له افغانستان ووځي.

خلیلزاد زیاتوي چې غني سرتمبه و، پر خپلو غلطو او ناسمو معلوماتو یې ټینګار کاوه، ځان یې د جګړې ګټونکی باله او په پایله کې یې د افغانستان حکومت ټوټې کړ.

نوموړي همدا راز د ولسمشر غني په کړۍ کې د پراخ فساد، د افغان چارواکو نه ژمنتیا او د جګړې په لومړۍ کرښه کې پوځيانو ته نه پاملرنه ددې ماتې نور ستر لاملونه بولي.

خلیلزاد وایي چې اشرف غني په خپلو ناسمو سیاستونو، بېځایه ټينګارونو او د چا مشورې د نه منلو له امله د میلیونونه انسانانو په ژوند لوبې وکړې او هر څه یې برباد کړل.

خلیلزاد د افغانستان د اوسني وضعیت ټول مسوولیت پر ولسمشر اشرف غني اچوي او په خبره یې د هغه تګ ددې سبب شو چې د افغانستان پوځ وپاشل شي او اوسنی نامعلوم وضعیت رامنځ ته شي.

خلیلزاد ویل تر تګ یوه ورځ مخکې له ولسمشر غني سره د سوله ییز لېږد او جګړې نه کولو په اړه خبرې شوې وي، خو هغه له هېواد ووت.

د خلیلزاد دې څرګندونو ته د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح لیکلي و، د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له افغانانو سره د شوې لویې دوکې اصلي‌ طراح و.

نوموړي پر خپله ټوېټر پاڼه زیاته کړې وه، خلیلزاد د افغانستان له جمهوري نظام سره د قربانۍ د بزې په څېر چلن کاوه او تر هغې یې ورسره لباسي همدردي‌ کوله چې چاړه د جمهوریت تر مرۍ ورسېده.

صالح وړاندې لیکلي و،‌ زلمی خلیلزاد هڅه کوي‌ پړه پر نورو ور واچوي،‌ خو نشي کولای چې په مرکو د خپلې ناکامۍ بوی ختم کړي.‌

د صالح په خبره، زلمی خلیلزاد باید د دې لویې تباهۍ پړه ومني، خو برعکس لا هم هڅه کوي‌ چې افغانان ملامت ثابت کړي او د دې ولس له بېچارګۍ ناړه ګټه پورته کوي.‌

زلمی خلیلزاد په تېرو څلوېښتو کلونو کې د افغانستان په ناورین کې د امریکا له لوري په یو ډول نه یو ډول ښکېل کس و، چې په دې موده کې یې بېل ماموریتونه ترسره کړي دي.

هغه ځان په خپلو چارو کې بریالی بولي خو په اړه یې د رسنیو او عامو وګړو قضاتونه توپير کوي.

About عاقله اسد 1244 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله