خلیلزاد: طالبان د زور له لارې واک ته نه شي رسېدلی

د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد له اسوشیټېډ پرېس سره په مرکه کې هیله څرګنده کړې چې په را روان لوی اختر کې به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند وشي.

خلیلزاد ویلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له موافقې د طالبانو تعبیر دا دی چې سیاسي موافقه باید له اوربند مخکې وي او دواړه باید په یوه وخت کې اعلان شي، خو هغه وویل چې اوس مهال د اختر په ورځو کې د لنډمهال لپاره د اوربند امکان شته.

خلیلزاد ټینګار کړی چې طالبان په افغانستان کې د جګړې له لارې پوره بریا ته نه شي رسېدی او خبرداری یې ورکړ چې که له افغان حکومت سره د سولې یوې موافقې ته ونه رسېږي، نو امریکا به د طالبانو په مشرۍ د زور له لارې واک ته رسېدلی دولت په رسمیت ونه پېژني.

د یادونې ده چې طالبانو د درې میاشتني اوربند په بدل کې د خپلو ۷۰۰۰ بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې چې د حکومت په زندانونو کې بندیان دي.

د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي نادر نادري د طالبانو دغه غوښتنه ډیره ډیره درنده بللې او ویلي، یې دي، چې دغه ډله همداشان د ملګرو ملتونو د بندیزونو له تور لېست څخه د خپلو مشرانو د نومونو حذف کېدل هم غواړي.

تر اوسه روښانه نه ده چې د افغان حکومت د طالبانو دغې غوښتنې ته څه ځواب ورکوي، خو د امریکا او طالبانو د موافقې له لاس لیک وروسته افغان حکومت د طالبانو ۵۰۰۰ بندیان خوشې کړل.

نادري ویلي، پخوا د ۵۰۰۰ طالب بندیانو خوشې کېدو نه یواځې حالات ښه نه کړل بلکې تاوتریخوالی لا زیات شو.

د درې میاشتني اوربند بحث په داسې حال کې مطرح کیږي چې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ په څو ولایتونو کې سختې جګړې روانې دي او دواړه خواوې ادعا کوي چې یو بل ته یې سخت تلفات اړولي دي.