خلیلزاد: د پخواني حکومت د سقوط لامل ولسمشر غني او صالح دي

خلیلزاد یو ځل بیا د پخواني حکومت د سقوط پړه پر اشرف غني او د هغه پر شاوخوا کسانو اچولې ده.

خلیلزاد له یوې رسنۍ سره په تازه مرکه کې ویلي، اشرف غني او امرالله صالح په خیالي نړۍ کې ژوند کاوه.

دده په وینا دوی هېڅکله په دې باور نه کاوه، چې امریکا به خپل سرتېري له افغانستان وباسي او په خبره یې اشرف غني ډاډه وو، چې امریکا یوازې د سرتېرو د ایستلو تمثیل کوي.

خلیلزاد وایي د دوی دواړو همدې خیالي چلند او د حقایقو نه درک کول ددې سبب شول چې د سولې لارې ته زړه ښه نه کړي او پر ځای یې پر جګړه ټینګار وکړي.

خلیلزاد وايي د پخواني حکومت له منځه تلو مسوولیت ټول د اشرف غني او د دوی د ټیم پر غاړه دی، ځکه د افغانستان عیني حقایق یې نه درک کول او پر ځای یې د واک د ساتلو لپاره خیالي نقشو او پلانونو ته پنا وړې وه.

په ورته وخت کې د ښځو د حقونو فعالې او له طالبانو سره د پخواني نظام د مذاکراتي پلاوې غړې حبیبه سرابي په خپلو تازه څرګندونو کې په افغانستان کې د روان وضعیت پړه پر پخواني ولسمشر محمد اشرف غني وراچولې ده.

نوموړې له وال سټریټ ژورنال سره په تازه مرکه کې زیاته کړې ده چې غني یو سرتمبه او توند سړی و.

د هغې په خبره همدا لامل دی چې افغانستان اوس له دې وضعیت سره مخ شوی دی.

سرابي څرګنده کړې ده چې غني غوښتل طالبان د ده واکمني ومني او دی په رأس کې پاتې شي چې دا ناممکنه وه.

د سرابي په خبره، غني د واک لیونۍ مینه لرله او د دې په اصطلاح هغه (عاشق ارګ بود).

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د پخواني نظام د پرځېدو د مسوولیت ګوتې د پخواني ولسمشر اشرف غني لور ته کږې شوې دي او ټول د اوسني بحران مسوول هغه یادوي.

About عاقله اسد 1244 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله