اپریل 20, 2021

خلیلزاد: د مسکو ناسته د سولې پروسې د چټکتیا لپاره ګټوره وه

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي د ترویکا ناستې غړو اعلامیه د افغان سولې ټینګښت او د دې پروسې د چټکتیا لپاره مؤثره او ګټوره وه.

زلمي خلیلزاد پرخپله ټویټر پاڼه لیکلي، د مسکو دوه ورځنۍ ناستې کې یې د افغان حکومت او طالبانو استازي وهڅول، چې په ترکیه کې د سولې په اړه جوړېدونکې ناسته کې برخه واخلي.

ټاکل شوې چې ترکیه راتلونکې اپرېل میاشت کې د افغان سولې په اړه د یوې سترې غونډې کوربتوب وکړي.

خلیلزاد همدارنګه ویلي، چې د سولې پروسې په برخه کې د مرستې لپاره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي، ژان آرنو لت د ټاکل کېدو، چې یو پیاوړی ډيپلومات دی هرکلی کوي.

د یادونې ده چې تېره ورځ د روسیې، امریکا، پاکستان او چین هېوادونو د غونډې په ګډه اعلامیه کې د اسلامي امارت د بیا راتګ مخالفت شوی او له طالبانو غوښتل شوي چې پسرلني عملیات پیل نه کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت بیا د دې اعلامیې هر کلی کړی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي چې افغان حکومت د هغې سیاسي حل لارې ملاتړ کوي چې د افغانانو د حقونو ساتلو لامل شي. هغه اعلامیه چې د څلورو هېوادونو د استازو له لوري خپره شوې، ویل شوي چې یاد هېوادونه د اسلامي امارت د بیا راتګ ملاتړ نه کوي.

بلخوا، پرونۍ غونډې ته د طالبانو د مذاکره کوونکي پلاوي مشر شیخ عبدالحکیم حقاني ویلي چې دا ډله په افغانستان کې د اسلامي نظام غوښتونکې ده او د بل هر ډول نظام پر وړاندې به افغانان جهاد ته دوام ورکړي.

په ورته وخت کې د طالبانو مذاکراتي ډلې غړی سهیل شاهین وايي، امریکا باید په ټاکلي وخت له افغانستان ووځي.

نوموړي له اسوشېتېد پرېس خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي چې که امریکا تر مې میاشتې پورې له افغانستان و نه وځي پر وړاندې به یې غبرګون وښیي.

نوموړي ویلي، په ۱۸ میاشتو خبرو کې دوی له امریکا سره تړون ته ورسېدل او د دې تړون له مخې د راتلونکې مې تر لومړۍ نېټې باید ټول امریکايي ځواکونه له افغانستان ووځي.

نوموړي زیاته کړه، هیله مند دي چې امریکا په خپل وخت ووځي او دوی د افغانستان د کړکېچ پر سوله ییز هواري تمرکز وکړي، څو په افغانستان کې د سولې یو پراخ سیاسي پلان ته په رسېدو اوربند وشي.

شاهین ویلي، که امریکايي ځواکونه ونه وځي دا مانا ده چې له تړون سرغړونه کیږي او دوی به یې پر وړاندې غبرګون وښيي.

طالبان دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن تر نومبر میاشتې پورې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو پر پاتې کېدو غور کوي.

وروستي مطالب