خلیلزاد: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امنیتي تړون رامنځ ته کولو هڅه روانه ده

امریکا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امنیتي تړون د رامنځ ته کولو په لټه کې ده.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي، دوی برېتانیا ته دنده سپارلې چې پاکستان او افغانستان سره نږدې کړي.

د خلیلزاد په وینا پاکستان په افغانستان کې مشروع ګټې لري چې افغانان باید درناوی ورته وکړي.

هغه زیاته کړې چې برېتانیا به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل لپاره کوښښ کوي او هڅه به کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ امنیتي تړون رامنځ ته شي.

خلیلزاد په دې اړه تر دې ډېر معلومات نه دي ورکړي.

تر دې وړاندې هم ځينو رسنیو د پاکستاني او برېتانوي نظامیانو د راتګ په اړه ویلي وو چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نظامي همکاریو لپاره هڅې روانې دي.

په ورته وخت کې له ولسمشر غني سره د پاکستان د پوځ د لوی درستیز له کتنې وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره زیاتې هیلې غوړېدلې دي.

شاه محمود قریشي وویل، په افغانستان کې سوله د ټولې سیمې د سولې او امنیت لپاره حیاتي ده.

ده وویل، د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه په کابل کې له افغان مشرانو سره په لوړه کچه غونډې وکړې او د افغانستان د سولې پر پروسې یې خبرې ورسره وکړې.

نوموړي وویل، امریکا له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو اعلان کړی، نور مسوولیت د افغانانو پر غاړه دی چې په خپل هیواد کې سوله راولي.

د راپور له مخې، قریشي د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د ستونزو د حل لپاره خبرې اترې یوازینۍ حللار وبلله.




وروستي مطالب