مارچ 2, 2021

خلیلزاد: دویم پړاو مذاکراتو کې باید اوربند وشي

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی په پاکستان کې د پاکستاني پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره تر لیدنې وروسته دوحې ته تللی دی.
نوموړي په ټوېټ پیغامونو کې ویلي دي چې د مذاکراتو په دویم پړاو کې باید چټک او د پام وړ پرمختګونه وشي.
زلمي خلیلزاد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، چې دوحې او د سیمې نورو هیوادونو ته په دې هیله ځي چې افغان خواوې د افغانستان د سولې په راروان پړاو کې د پام وړ پرمختګ وکړي.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان د سولې بل پړاو خبرې نن (د جنورۍ ۵) په دوحه کې پیل شي.
خلیلزاد لیکلي «دواړه خواوې باید څومره چې کېدای شي هومره ژر د افغانانو د ګټو لپاره د خبرو له لارې یوې سیاسي حللارې ته ورسېږي، حقیقي جوړجاړی وکړي او فوري اوربند یا اورکم وکړي.»
زلمي خلیلزاد همداراز زیاتوي «د هدفي وژنو په ګډون د تشدد اوسنۍ اندازه د نه منلو ده. د دې تاوتریخوالي عاملان هڅه کوي چې د سولې پروسه او د هیواد راتلونکې زیانمنه کړي. دوی د افغانانو، چې سوله غواړي، اراده نه تمثیلوي.»
هغه همدا راز ویلي چې له باجوه سره یې په افغانستان کې پر روان وضعیت او سولې خبرې کړې دي.
په وروستیو کې ګڼ شمېر نوموتي افغانان او خبریالان په هدفي بریدونو کې وژل شوي او دې بهیر ډېر افغانان اندېښمن کړي دي.
دولت وايي دا بریدونه طالبان کوي خو طالبان یې مسوولیت نه مني.
د چارو ځینې شنونکي وايي، طالبان په دې ډول بریدونو غواړي چې له یوې خوا د بیان، ښځو او مدني ازادیو په شان بریاوې چې د افغانستان اوسنی دولت یې د تېرو شل کلونو ستره بریا بولي، ناکامه کړي او له بلې خوا فکر کوي چې که په واک کې شریکېدل نو مخکې تر مخکې یې د بیان او ښځو ازادۍ ختمې کړې وي او سبا دوی ته څوک ګوته ونه نیسي چې دا ازادۍ یې محدودې کړي دي.
نن په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند سوني لیګیت هم طالبان په هدفي بریدونو کې په لاس لرلو تورن کړل.
دویم پړاو مذاکرات داسې مهال پیليدونکي دي چې په کور دننه وضعیت خورا ترینګلی دی او روانو ناامنیو د افغانانو ژوند تریخ کړی دی.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




د الوتنې مکمل ښځینه ټیم؛ له کابله تر هراته ۹۰ دقیقې تاریخي الوتنه

لیکوال: مهر تاج - برخه : افغانستان

له کابل څخه تر هرات پورې ۹۰ دقیقې الوتنه په افغانستان کې تاریخي وبلل شوه، ځکه چې د پیلوټانو په شمول ټولې الوتکې عمله ښځېینه وي. خصوصي هوایي شرکت “کام ایر” دغه الوتنه ولمانځله ، ... نور ولولئ