خلیلزاد:جګړه او سوله دواړه نه کېږي، طالبان باید یو انتخاب کړي

امریکا یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې له جګړې او سولې دې یو انتخاب کړي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له شپېګل مجلې سره په تازه مرکه کې ټینګار کړی چې دوی په افغانستان کې د جګړو د ختمولو په لټه کې دي.

د هغه په وینا طالبان باید په دې پوه شي چې سوله او جګړه یو ځای نه کېږي او له دې دواړو باید یو انتخاب کړي.

هغه زیاته کړې چې طالبان هم د خبرو له لارې د جګړې پر ختمولو باوري دي نو له همدې امله په کار ده چې مذاکرات چټک شي او جګړې ختمې کړل شي.

نوموړي د استانبول کنفرانس د طالبانو لپاره ستر ازمويښت بللی او په خبره یې هلته به دوی دا واضح کوي چې رښتینې سولې ته ژمن دي کنه.

خلیلزاد د افغان سیاستوالو پر سیاسي اختلافونو هم نیوکه کړې او په خبره یې که دغه شخصیتونه سره یو لاس نه شي او اختلافاتو ته ادامه ورکړي نو ښايي افغانستان د نویيمو کلونو له برخلیک سره مخ کړي او طالبانو ته د جګړو د دوام زمینه برابره کړي.

د یادونې ده چې تېره ورځ په افغانستان کې د امریکا سرپرست سفیر ویلي چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي لوړې کچې اندېښمن کړي دي.

راس ویلسن له فرانس پرس خبري اژانس سره په یوه تازه مرکه کې ویلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ تر هوکړې وروسته نامعلوم وسله وال بریدونه او نښتې ډېرې شوې دي خو په وینا یې په دې تاوتریخوالي کې تر ډېره وسله وال طالبان ښکېل دي.

ویلسن طالبان د دوحې هوکړې پر ماتولو تورن کړي او ټینګار یې کړی دی چې دوی به تر وتلو وروسته هم له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې افغان حکومت ته اوږه ورکړي.

ویلسن ویلي، د امریکا وتل په دې مانا نه دي چې دا هېواد به نور یوازې پاتې وي؛ بلکې ډاډ ورکوي چې دوی به په دغه هېواد کې پاتې وي.

هغه د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی نه دوی او نه هم نړیوالې ټولنې ته د منلو وړ دی او که چېرته وضعیت همداسې دوام وکړي نو دوی به هم په دغه هېواد کې ډېر ښکېل پاتې شي.

هغه دغه راز په افغانستان کې د بهرنیو ترهګریزو ډلو حضور ته په اشارې ویلي چې داعش ډله لا هم په دغه هېواد کې پیاوړی حضور لري او لا هم د یو ستر ګواښ په توګه مطرح ده.

وروستي مطالب