اپریل 23, 2021

خبریالانو د خوندیتوب کمېټه: کورنیو چارو وزارت دې سپیناوی راکړي

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وایي، د چاودیدونکو توکو د لیږد قضیه کې د یوې خصوصي رسنۍ د لاس لرلو په اړه د کورنیو چارو وزارت د ویاند طارق آرین د څرګندونو په اړه باید دغه وزارت وضاحت ورکړي.

دغې کمېټې په یوه اعلامیه کې ویلي، د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه د کورنیو چارو وزارت د ویاند طارق آرین په رسمي ټویټر پاڼه د وروستیو څرګندونو په اړه چې ګواکې یوې خصوصي رسنۍ د چاودیدونکو توکو په لیږد که لاس لاره ژوره اندیښمنه ده.

یادې کمیټې له کورنیو چارو وزارت نه غوښتي چې دا مسله ژر تر ژره د هیواد د رسنیوکورنۍ او عامو خلکو ته روښانه کړي.

اعلامیه کې راغلي، د کورنیو چارو وزارت د یوې داسې ادارې په توګه چې د خلکو د امنیت ساتنې مسوولیت په غاړه لري، د معلوماتو په خپرولو کې باید خورا زیات احتیاط نه کارواخلي، ځکه چې د ناموثقو معلوماتو خپرول نه یوازې داچې د خلکو ذهنونه ګډوډوي، بلکې له رسنیو سره د وزارت رغنده اړیکې هم له ستونزو سره مخ کولای شي.

په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې په ظاهره داسې بریښي چې د کورنیو چارو وزارت د ویاند خبرې هراړخیزه نه دي.

یاده کمیټه باور لري چې له یوه دولتي ادرس څخه ګنګې او عمومي څرګندونې د اندیښنې وړ دي او کیدای شي ددغې ادارې اعتبار زیانمن کړي.

کمیټې زیاته کړې، په داسې یوه حالت کې چې خبریالان او رسنۍ په مستقیمه توګه په نښه کیږي او پروړاندې یې هدفي بریدونه ډیر شوي دي، دا ډول څرګندونې د بیان آزادۍ او رسنیو باندې سخت ګوزار دی.

په یاده اعلامیه کې ویل شوي، د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه له کورنیو چارو وزارت څخه په جدي توګه غواړي ترڅو دا مسله تعقیب کړي.

که دا تورونه ناسم ثابت شي، د افغانستان د قوانینو د تطبیق برخه کې دې اړین ګامونه پورته شي. د یادونې وړ ده چې تر دې د مخه هم د کورنیو چارو وزارت له ادرسه له واقعیت څخه لرې څرګندونې شوي دي او تمه کیږي چې د کورنیو چارو وزارت به د هغو په اړه هم اقدام کوي.

دا په داسې حال کې دی چې نن سهار د کورنیو چارو د وزارت ویاند طارق ارین په خپله ټویټر پاڼه لیکلي و چې معلومات یې ترلاسه کړي چې یوه خصوصي رسنۍ د چاودېدونکو توکو د لېږد را لېږد کاروبار کوي.

خو ویل کېږي په مزارشریف کې د ارزو ټلویزیون د دغه ولایت مقام څخه د یوه مکتوب له لارې غوښتې و چې د نوي کال د جشن نیولو لپاره د دوی امنیت ونیسي او د پټاکیو د راوړلو اجازه ورکړي.

وروستي مطالب