هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
ژوند او ژواک شخصي وده

په ژوند کې څو ډیر مهم خبرداري

لیکنه: ډیالین ووم
ژباړه: غازي عابد

که چیرته دې خبرداریو ته متوجې شې او د سمون په هڅه کې شي، نو په ژوند کې به نرم او خوښ مخکې تګ ولرې! له ژونده به خوند واخلې او هغه د ژوند اصلي لوری چې درته ښودل شوی، ترلاسه به یې کړئ:

۱- په پيسو کې؛
– که چیرته مو له عایده، لګښت (مصرف) زیات وي؛ نور ژر تر ژره داسې مصرف بند کړئ.
– که چیرته نه شې کولی چې پیسې وګټې او لارې چارې یې وپيژنې؛ نو په خپل ځان زیات کار وکړئ او دې ته ځان چمتو کړئ چې ډیرې وګټئ. په علم، فکر او کار ځان عیار کړئ.
– که هڅه کوې چې نور خلک تر تاثیر او خپلې ولکې لاندې راول؛ ممکن خپله د بل چا غلام او لاس لاندې پاتې شې.

۲- په ټولنه کې؛
– که خلک درځنې کرکه لري؛ ممکن کومه د کرکې وړ ستونزه ولرې.
– که ځیني خلک درځینې کرکه لري؛ کیدای شي ښه کارونه به کوې.
– اصلي هدف دا دی؛ هغه چې ستاسې په فکر ښه وي، په هوښيارانه او مسوولانه ډول سره ترسره کړئ.

۳- په فکر یا ذهن کې؛
– که تل په خپل فکر او ذهن کې اوسې، نو لږ ترې بهر راووځئ او فزیکي واقعیتونه هم وګورئ. د انسان په حیث اوسئ.

– که تل وارخطا یې؛ اړمن یې چې په دې وارخطايي هم وارخطا شې. خوووو… باید ښه سم پوه شئ چې وارخطايي نه ختمیدونکې دوره ده. باید ته یې ختمه کړې، ځکه خپله نه ختمیږي.

– که د نهیلۍ احساس کوې؛ خو ناهیلې کیږه مه. ځکه وخت په تیریدو او مبارزو په کولو سره هر څه ښه کیږي او اهداف ترلاسه کیږي.

۴- په کړو وړو( چلن) کې؛
– که ملامتیا یوازې په نورو اچوې؛ شاید په پای کې تیروتی اوسې.

– که چیرته پریږدې چې بخت تاسې ته ځان در وغورځوي، نو نیک بختي به درته منتظره وي. د خپل بخت راویښول یو هوښيارانه اقدام دی.

– که لږو شیانو ته په سپکه سترګه ګورې؛ بیا نو مه حیرانیږه چې ولې غټ شیان او اهداف نه شې ترلاسه کولی.

۵- په ګټه اخیستلو(کارکولو) کې؛

– که چېرته له پورته کیدو ویریږې، نو له ژونده ویریږې. ژوند بې ګټې تیروې.
– که دا احساس کوې چې ژوند په قراره یا ورو ورو تیریږي، په حقیقت کې دې ته انتظار کوې چې ژوند درنه تیر شي. وخت نه ګټه واخله او څه ګټور ترلاسه کړه.

– که ته له ورځو ویریږې مثلاً وايي دوشنبې ورځې کار خوند نه کړي؛ نو ته له کار ویریږې. دې سره دې ژوند بې ځایه تیریږي.

 

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */