خاشه “ځوان” او په ټولنیزو رسنیو کې غبرګونونه

د هېواد په سوېلي ولایت کندهار کې نوموتی کمیډین نظر محمد چې په خاشه ځوان مشهوره و، د طالبانو له لوري وژل شوی دی.
خاشه ځوان په یوه وېډيو کې ښودل کېږي طالبانو په يوه موټر کې کښېنولی او په څپېړو یې پرمخ وهي. د طالبانو دغه کار ټولنیزو رسنیو کاروونکو پراخ غبرګونونه را پارولي دي.

د کندهار امنیتي چارواکو څو ورځې وړاندې و ویل چې وسلوالو د پنجشنبې پر ورځ د چنګاښ پر ۳۱مه نېټه خاشه ځوان د کندهار ولایت د ډنډ ولسوالۍ کې له خپل کور نه ایستلی او د جمعې پر ورځ یې په ډزو وژلی دی. تر دې پېښې وروسته طالبانو د دغې پېښې مسووليت منلی و او ويلي يې و چې نظر محمد په چریکی عملیات کې وژل شوی دی.

خو د خاشه ځوان مړی په داسې حال کې وموندل شو چې لاسونه یې شاته تړل شوي و. د خاشه تر مړينې څو ورځې وروسته، هغه ویډیو په ټولنیزو خپره او د کاروونکو تر منځ لاس په لاس شوه چې په دغې ويډيو کې ښکاري چې نوموړی د وسلوالو ترمنځ په موټر کې کښېنول شوی و او لاسونه یې شاته تړل شوي دي، په ویډیو کې لیدل کېږي چې یو وسلوال خاشه ځوان پوښتي چې هغه یې په کوم ځای کې نیولی دی، خاشه د هغه په ځواب کې وايي، د اختر پر ورځ یې له کوره را وایستم. په دغه حال کې هغه غواړي چې نور څه ووايي خو یو وسلوال یې پر مخ په څپېړ وهي او ورته وايي چې چپ شه!

په ویډیو کې له خاشه ځوان سره ښودل شوي تاوتریخوالي د ټولنیزو شبکو د کارونکي غبرګونونه را وپارولي دي چې له دغو کارونکو يو هم د هېواد تکړه لیکوالې حمیرا قادري غبرګون دی. نوموړي پر خپل ټويټر کې لیکلي دي ” خاشه او د هغه مظلومانه سترګې نه هېرو، هغه د هېواد په تلپاتي غم کې له خندا ډکه خوله درلوده.

د ټولنيزو رسنيو يو بل کارونکي ليکلي دي: طالبانو څپېړې د خاشه یوازې د کندهاري کمیډين پرمخ نه دي لګېدلي، بلکې زموږ ټولو پر مخونو لګېدلي دي. خاشه ته تلپاتی شوې.

وروستي مطالب