سپورټ

حیدر اباد لوبډلې بینشوار کمار د لاسه ورکړ

د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې تیز بالر بینیشوار کمار، چې د «IPL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې د سنرایزرز حیدر اباد لوبډلې سره د یو مهم کلیدي لوبغاړي په توګه لوبیږي؛ د ممبيي لوبډلې خلاف په سیالۍ کې یې ګډون ناممکن شو.

د کرک انفو ویپ پاڼې خبر وکړی دی، چې د حیدر اباد لوبډلې دغه لوبغاړي د ممبي لوبډلې خلاف په سیالۍ کې د ګډون په موخه د ممبيي څخه پاتی شوی دی او په دغه سیالۍ کې ګډون نشي کولي.

 د معلوماتو له مخې بینیشوار کمار ته د چینايي سوپر کینګز لوبډلې خلاف د تیرې سیالۍ د ترسره کولو وروسته ارام ورکړل شوی دی او پر ځای یې د لوبډلې سره مل بل هندی لوبغاړی سندیپ شرما د لوبیدو په موخه غوره شوی دی.

 د حیدر اباد لوبډلې له دې وړاندې اوپنر لوبغاړی شیکر ډاون د تپي کیدو له کبله د لاسه ورکړ، چې په نشتون کې یې لوبډله د دوه مسلسل ماتو سره مخ شوه، خو د ډاون وروسته بینیشوار کمار هم د لوبډلې ملتیا پریښوده.

د چینايي سوپر کینګز لوبډلې خلاف سیالۍ کې یوسف پټان هم ټپي شوی دی او دواړو د لوبیدو په اړه تر دې مهاله اندیښنې شتون لري.

 د سنرایزرز حیدر اباد لوبډلې د یولسم پړاو «IPL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو پیل په مسلسل ۳ بریاوو سره وکړ، خو په وروستیو دوه لوبو کې یې د پنجاب او چینايي لوبډلې خلاف ماتې وخوړلې.

ښايي افغان لوبغاړي محمد نبي ته هم چې تر اوسه د لوبې وخت نه دی ورکړل شوی، وخت ورکړل شي

داسې هم ویل کیږي، چې د ممبيي انډینز لوبډلې خلاف د نن ورځ په سیالۍ کې د لوبډلې ملاتړ په موخه د شیکر ډاون او یوسف پټان په نشتون کې ښايي افغان لوبغاړی محمد نبي عیسی خیل، انګلستانی الیکس هیلز او یا هم ویسټ انډیزی کارلوس بریټ ویټ ته د لوبیدو موقع ورکړل شي، چې تر دې مهاله د ترسره شویو ۵ لوبو په کومې سیالۍ کې نه دي لوبیدلي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی