حکیم الکوزی: ما خپل مسولیت ادا کړ اوس دي دولت خپل مسولیت ادا کړي!

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

کندهاري طبیب حکیم الکوزي داسي درمل جوړ کړي، چي له کرونا ویروس څخه پرې هر څوک رغیږي.
پر ټولنیزو رسنیو زیاتو کسانو پوسټونو کړي او ویلي دي، چي د حکیم الکوزي درمل ئې کار کړي او ډېر ژر له کرونا ویروس روغ شوي.
خپله حکیم الکوزي په خپلو تازه څرګندونو کي ویلي، چي د درملو د رسمي کېدو په اړه تراوسه دولت کوم رسمي اقدام نه دی کړی.
هغه ویلي:

«تر کومه ځایه چي وه هغه ما وکړه، نور په دولت پوري اړه لري، چي دولت خپل مسولیت په څه ډول ادا کوي. دا درمل چي ما جوړ کړي هیڅ جانبي عوارض نلري.»

هغه د دې ترڅنګ په خپلو خبرو کي دا هم ویلي، چي د عامي روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز هم د ده لخوا جوړ شوي درمل خوړلي او روغ شوی.
الکوزي وویل:

« د فیروز الدین فیروز ورور خپله ماته راغلی او راته یې وویل، چي لږ څه دوا ماته راکړه. ما هغه ته دوا ورکړه او ورته ومي ویل، چي دا ستاسي وزیر ته ورکړی. دا چي دوی ورکړې ده او کنه، خو دوی وايي، چي موږ نده ورکړې. مګر وزیر زما په دوا جوړ شوی او دوی ورکړې.»

څه موده مخکي د افغانستان د روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز په کرونا ویروس اخته شوی وو، چي تر دوو اونیو وروسته روغ شو.
پر ټولنیزو رسنیو ټول هیوادوال بیا له حکومته غواړي، چي د ښاغلي حکیم الکوزي امنیت ته جدي پاملرنه وکړي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.