حمدالله محب:طالبان په خبرو وخت ضایع کوي او په زور واک ته د رسېدو نیت لري

د ملي امنیت سلاکار په يوه مرکه کې ويلي، چې طالبان له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتو ته شېبې شماري او غواړي چې په زور حکومت ونیسي.
محب وایي، چې که د سولې خبرې ناکامې شي، دولت له طالبانو سره جګړې ته چمتو دی.
نوموړی وايي تر دې دمه، چې روان حالت څاري، طالبان په خبرو وخت ضایع کوي او په دې فکر کې دي، چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به دوی ته په زور د حکومت نیولو موکه تر لاسه شي خو دا ناممکنه ده. ‏
د ملي امنیت سلاکار دغه راز وايي، چې د افغان ولس او افغانستان پر وړاندې یو ځل بیا د اتیاومو، کلونو تاریخ او بې نظمي به تکرار نشي او له ټولو ستونزو سره سره د نظام د تقویت لپاره کار کوي.
محب داسې مهال دا څرګندونې کوي چې امريکا په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر ۲۵۰۰ ته راکم کړ
تېره ورځ د امریکا د دفاع وزارت وویل چې په افغانستان کې يې د سرتېرو شمېر ۲۵۰۰ ته راکم کړ.
د امریکا د دفاع وزارت زیاته کړې وه چې د سرتېرو کمول دا ښکاره کوي چې امریکا غواړي په افغانستان کې جګړه ختمه کړي.
سپینې ماڼۍ هم په یوې اعلامیې کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خولې ویلي چې په تېرو ۱۹ کلونو کې په لومړي ځل افغانستان کې د امریکایي سرتیرو شمېر تر ټولو ټېټې اندازې ته راښکته شوی دی.
خو په اعلامیې کې دا خبره هم شوې ده چې د ۲۰۲۱ د مې تر میاشتې پورې د ټولو امریکایي عسکرو د وتلو خبره مشروطه ده.
اعلاميه کې ويل شوي چې ټولې غاړې بايد د سولې پرمختګ ته ژمنې وي.
په ټولنیزو رسنیو کې د امریکایي ځواکونو د کمولو خبره بیلا بیل غبرګونونه له ځان سره لري ځینې دا کار ستایي خو ځینې بیا ویره لري.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




له دغو لارو چارو ګټه واخلئ او مه پرېږدئ چې مقابل لوری درته دروغ ووايي!

لیکوال: عایشه حیدري ، کابل - برخه : ځوانان او زده کړې

څېړونکي وايي چې شاوخوا ۶۰ سلنه خلک کابو لس دقیقې هم له دروغ ویلو پرته نه شي تېرولای. نو د دغو شمېرو له مخې کولای شو ووايو چې زموږ د شاوخوا خلک د ورځې په ... نور ولولئ