حقاني: که امریکا مو په رسمیت ونه پېژني لوی تاوان به وکړي

د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني وایي، چې که چېرته امریکا د دوی حکومت په رسمیت ونه پېژني نو پر وړاندې به یې ګواښونو ته ادامه ورکړي.

نوموړي له الجزیرې سره په تازه مرکه کې زیاته کړې ده چې که امریکا د افغانستان نوی سرپرست حکومت په رسمیت ونه پېژني؛ نو زیان به وکړي.

هغه څرګنده کړې ده چې امریکا په دې کار سره له افغانانو سره په ښکاره د دښمنۍ دروازې پرانیستي پرېږدي.

نوموړي ټینګار کړی دی چې که چېرته نړۍ دوی په رسمیت وپېژني نو له هغه وروسته به نړۍ ته هیڅ راز ګواښ متوجه نه وي او هیڅ ترهګریزه ډله به په افغانستان کې د پښې ځای ونه لري.

حقاني ویلي چې دوی له امریکا سره په دوحه کې شوي تړون ته په بشپړه توګه ژمن دي او له امریکا هم غواړي چې یاد تړون ته وفادار پاتې شي.

د یادونې ده چې نړۍ د افغانستان د نوي سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره د پراخ بنسټه دولت رامنځته کېدل، بشري حقونو ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوی، له ترهګرۍ او مخدره توکو سره مبارزه او دغه راز له نړیوالو ترهګرو مشخصاً له القاعده ډلې سره د اړیکو پرې کول د اساسي شرطونو په توګه ټاکلي دي.

About عاقله اسد 1244 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله