سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

حضرت ځاځی: موږ د لوبډلمشر لپاره نه، بلکي د افغانستان لپاره لوبي کوو!

لیکنه: مدثر دعوت
اعلان

ليکنه: مدثر دعوت

د کرکيټ نړيوال جام ته تر ۴ اونيو لږ وخت پاته دی.

افغانستان ورته خپل ۱۵ کسيزه سکواډ اعلان کړی او په هماغه ډلي کي حضرت ځاځی هم دی.

ځاځي په يوې نوې مرکه کي د نړيوال جام لپاره د ملي لوبغاړو د امادګیو،لوبډلمشر او نورو اړخونو ږغيدلی دی.

د افغانستان کرکيټ ملي لوبډلي ټاپ ارډر توپوهونکي حضرت الله ځاځی وايي موږ ته دا توپير نلري چي لوبډلمشر څوک دی،موږ د ګلبدين نائب او صغر افغان لپاره لوبي نکوو موږ د افغانستان لپاره لوبيږو.

نوموړی وايي د لوبډلمشر دنده ښه مديريت کول دي او موږ به په اتفاق او اتحاد سره ښه لوبي کوو.

حضرت ځاځی وايي له تيرو ۳ مياشتو راهيسي په تمريناتو بوخت يوو،د نړيوال جام د تياري په موخه مو کابو يوه مياشت په سويلي افريقا کي تمرينات وکړله.

دده په وينا د انګلستان او سويلي افريقا پيچونه تقريباً يو ډول دي،هوا يې سره ورته ده او موږ چي د کوم هدف په خاطر تللي وو لاسته مو راووړ.

ځاځی وايي مخکي موږ يوازي په نړيوال جام کي لوبيدلو،هدف مو ښه لوبه کول وو،خو دا ځل موږ په يو قوي مرال ور روان يوو،ښې لوبي به کوو او لوبي به ګټو.

دا چي د انګلينډ پيچونه تيز دي نړيوال جام لپاره د لا ښو تمريناتو په خاطر د ايرلينډ او سکاټلينډ سره ددوی په کوربتوب لوبي کوو.

حضرت ځاځی چي لومړی ځل يې دی چي په نړيوال جام کي لوبيږي دا مني چي پريشر به موجود وي خو دی وايي ښه لوبغاړی هغه دی چي تر هيڅ ډول تاثر لاندي رانسي،زه به انشاالله دا هڅه کوم چي تر فشار لاندي رانسم او خپل عادي لوبه به کومه.

حضرت ځاځی چي په شل اووريزو لوبو کي يې ځيني نه ماتيدونکي ريکارډونه جوړ کړي هيله لري چي په يو ورځنيو لوبو او نړيوال جام کي هم ريکارډونه جوړ کړي.

هغه له افغان ولس څخه د ملاتړ او دعاوو غوښتنه وکړه.هيره دي نه وي، چي،د ۲۰۱۹ز کال نړيوال جام کي چي د لسو هيوادونو په شتون کي د می په ديرشمه د انګلستان او سويلي افريقا په لوبه پيليږي،۴۳ لوبي پکښې ترسره کيږي او د جولای مياشتي په ۱۴مه نيټه پايته رسيږي.

افغانستان د جون مياشتي په لومړۍ نيټه د اسټراليا سره لوبه کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ژورنالیست دی. د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.