حسن علي؛ کله چې توپوهونکی په توپ وولم؛ نو بېرته یې غېږ کې نه نیسم

 

د پاکستان چټک توپ اچوونکي حسن علي ویلي دي، چې کله د توپ اچونې پرمهال یو توپ وهونکی پر هېلمټ یا سر وولي، نو دی نه ورځي، چې یا یې غېږ کې ونیسي او یا یې هم پوښتنه وکړي.

هغه زیاته کړې ده چې دا د بالر کار نه دی بلکې د یو ډاکټر کار دی، چې هغه انتقال کړي او ټېسټ یې وکړي او درملنه یې وکړي.

د ورزش اخلاق

په ټول ورزش په ځانګړي ډول په کرکټ کې که دوه ورونه د یو بل خلاف وي، نو خپله لوبه کوي او د وروګلوۍ پروا نه کوي.

ځکه دلته خبره د بریا او د هېواد وي، هر کس خپله لوبه کوي او د ځان ځلولو په هڅه کې کوي؛ خو لوبه خپل اخلاق لري مثلا له لوبغاړو سره ښه رویه کول، د اصولو خلاف چاره نه ترسره کول او ښه الفاظ کارول د لوبو اصل دی.

ځکه هر لوبغاړی باید بااخلاقه اوسي او د ورزش مېدان په ښو اخلاقو ښایسته کړي.

په لوبغاړو کې د ویسټ انډیز برېن لارا، د نیوزیلېنډ ډانېئل وېټوري او ځېنې نورو کرکټ لوبغاړو د ښو اخلاقو جایزې اخیستي دي.

برعکس داسې لوبغاړي هم شته چې لوبو کې ناسم سلوک کوي، چې بیا یا له لوبو محروم شوي وي، یا جریمه شوي وي او یا هم د خلکو په ذهن کې یې انځور بد خپور شوی وي.

داسې ژوندۍ بېلګې لا هم د کرکټ په ډګرونو کې شته.

نو که چېري کوم بالر یو توپوهونکی وولي او ژوبل یې کړي، باید بالر ورشي، پوښتنه ترې وکړي، صمیمي ژبه ورسر وکاروي.

ځکه په دې لوبغاړی یا هم یو انسان بد نه ښکاري بلکې لا یې درجې لوړېږي او د خلکو په زړونو کې ځای مومي.

د حسن علي دریځ

وایي باید له لوبغاړي فقط یو ځل پوښتنه وشي او بس.

نوموړي دا څرکندونې وروسته له هغې کړي، چې شاهین افریدي په پي‌اېس‌اېل لوبو کې د کوېټې لوبډلمشر سرفراز احمد پر سر په توپ وویشت او هغه ته له پاسه سختې خبرې هم وکړي، چې بیا د دواړو ترمنځ خبرې سختې شوې او بالاخره لوبڅار سره جلا کړل.

شاهین افریدي او محمد عامر کې هم دا عادت شته دی او د لوبغاړي د غوسه کولو هڅه کوي.

د ۲۰۱۹ کال په دوستانه لوبه کې شاهین افریدي حضرت الله ځاځی غوسه کړ او بالاخره په پنځه څلوریزو یې ځواب ورکړ.

همداسې محمدعامر څه موده وړاندې د سریلانکا په لیګ کې نوین الحق غوسه کړ او بالاخره محمد عامر لوبه وبایلله.

نو پکار دا ده چې لوبغاړي په دوستانه فضا کې خو د لوبې په اصولي جذبې سره لوبه مخته یوسي.