حساسيت/ الرژي؛ ډولونه او پېژندلنه یې 

ژباړه
د وروستیو لسيزو په اخر کې، د حساسيت په ناروغۍ د اخته کېدوونکو وګړو تشمېر مخ په زياتېدو دى او د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) دا وړاندينه کوي چې تر ٢٠٥٠م پورې به د نړۍ نيم نفوس يو ډوول حساسيت ولرى.
هر وګړى بېل/ جلا دى او هر بدن مختلف عکس العمل ښيي. حساسيت په معينه اندازه د موادو سره کولاى شى د مختلفمو شکايتونو سبب شى.

پرمختللي او مهم حساسيتونه؛

فصلي يا موسمي حساسي(د ګل، ګرد  او بوټو سره حساسيت)
د دغه حساسيت تاثیر د خلکو په وینا د پوزې بهېديل يا بندېدل دي. دټ،خي يا پرنجي کول، د ستوني وچېدل، وچ ټوخی، د تبې او نارامۍ احساس، د سترګو خارښت او سره کېدل، د سترګو چخه اوښکې بهېدل او د سر درد او دروندوالى پيدا کوى. شنه بوټي، ګلان او ونې، په هوا کى ګرده خوشې کوي. د دغه بوټو ګرده  زياتره په پسرلي او اوړي کې په هوا کې موجوده وي او د هغو د تنفس کولو له کبله بعضې خلک حساسيت پيدا کوي. دا حساسيت په ښه توګه تداوي کېدای شي.
کوشش وکړئ چې تاسې دا ومومئ د کوم ګرد په مقابل کې حساسيت لرئ. د وينې معاینه په ډېرې اسانۍ دا تشخيصوي.
لاندې څو لارښونې د دغه حساسيت په کمولو کى مرسته کوۍ.
ـ که چېرې مو حساسيت د شنو بوټو په مقابل کې وو، هېڅکله د شنو بوتو د کرلو يا لرې کولو په وخت کې بوټي ته مه نږدې کېږئ.
ـ په لمريزو يا ګرمو ورځو کې چې باد وي، د ونو او ګلانو ګردې په هوا کې زياتې وي، نو ښه ده چې په داسې ورځو کى د اطاق ګړکۍ مو وتړئ او د اطاق هوا سهار، د شپې يا وروسته له باران چخه تبديله کړئ؛ ځکه چې په دغه دریيو وختو کى هوا پاکېږي. او بېرون ته تللو په وخت کې له ماسک څخه استفاده وکړئ.
ـ او د موسمي حساسيت ضد درمل موسمي حساسيت کموي. هغه ماده چې د دغه حساسيت له کبله په بدن کى ازادېږي د “هيستامين” په نامه يادېږي او نارامي يې انتي هيستامين کموي.
د حساسيت د درملو مصرف کمول خورا مهم دي په خاص ډول څوک چې موټر چلوي. موسمي حساسيت د موټر چلوونکو په وړتیا منفي اغېز ښندي، چې د شرابو له زیان سره برابر دی.

د درملو سره حساسيت؛

درمل کولا شي چې منفې اغېز ولري چې د وړاندوینې وړ نه وي. ځينې درمل زموږ بدن نشي زغملی او ځينې درمل اصلي حساسيت منځته راوړي. د درملو يوځاى کېدل هم کولاى شي يو عکس العمل/ غبرګون منځته راوړي.

د کور د زړيدو په وړاندې حساسیت؛

د کور د زړيدو له امله حساسست د ( ساه لنډۍ یا استما، د سينې غږ يا توخی، پرنجېدل، د پوزې بهېدل يا بندېدل، خارښت يا د سترګو اوښکې،ستړيا، بد خوب، سر دردۍ يا اګزما) په څېر نښې نښانې ولري.
د کور د زړښت سره حساسيت په سترګو نه لیدل کېږي، خو په هر ځاى کې شته: په توشکه، د پردو په څنډه، کاليو او فرش…

لاندى څو نکتې د دغه حساسيت په شکايتونو کې کومک کوي:

ـ په ورځ کى دوه ځلي د اطاق ګړکۍ د هوا د بدلېدو په خاطر خلاصې کړئ، په خاصه توګه هغه اطاق چى تاسى پکې ويده کېږئ، د لسو دقيقو لپاره هوا ورکړئ، مخکې له ويده کېدلو څخه .
ـ روى پاک، د بالښت پوښ او روجايى لږ تر لږه دوه ځلي هفته کې په ٦٠ درجو تودوخه د سانتيګراډ کې د يو ساعت لپاره ومينځئ  او د لمر وړانګو ته يې وچ کړئ.  د پردو مينځل په منظمه توګه په هغه صورت کى چې رخت  وى مهم دي.
ـ د کور په فرش کولو کې له قالينې او ګلیم/ لیمڅي کار واخلئ، چې په اسانه توګه جارو کېږي که په ګردجن او مرطوب چاپېريال کې ژوند کوئ، نو د رطوبت څخه مخنیوي په خاطر هم په کور کې د دغه حساسيت څخه په مخنیوي کې مرسته کوي.

ـ د حشراتو سره حساسيت

مثلا د مچۍ د چيچلو سره حساسیت چې کولاى شي ډېر شديد او د تول بدن د خارښت سبب شي، د شونډو او سترګو پړسېدل چې د فشار د بدلېدو او حتا د زړه د حرکاتو د تغیير سبب ګرځي. د ځينو خلکو لپاره د انافيلاکسي خطر موجود دی( دا يو شديد عکس العمل دى، چې بدن په لړزه کوي حتا د زړه د درېدو سبب ګرځي).
د دغه حساسيت لروونکي خلک بايد هميشه يو امپول ادرنالين (adrenaline) له ځان سره ولري.

تماسي حساسيت؛

د پت لرل يا اګزما (Eczema) هغه شکايتونه دي، چې د تماسي حساسيت اړوند کسان یې لري، بعضې وخت په اسانه ليدل کېږي چې زموږ پوستکى يې نشي تحمل کولای.
مثلا شامپو، د ويښتانو رنګ، د سینګار توکي او همدارنګه ساعت، لاس بند يا د غاړکۍ رنګ کولاى شي چې د پت کېدلو سبب شي او سرې ټاپې پيدا او  په بدترين حالت کې د انافيلاکسى لړزې سبب کېږي. یوازې د تماسي حساسيت تاثير لرونکى درملنه د هغو شيانو سره له تماس مخنیوى دب کوم چې د تماسي حساسيتلامل کېږي. د بعضو خلکو لپاره دا په یوه دنده  بدله شوې ده.

د کور د حىواناتو/ څارویو سره حساسيت؛

د کور د حىواناتو سره د حساسيت نښې د کور د زړښت سره د حساسیت سره ډېر ورته‌والى لري، خو د دې نورې نښې د حساسیت د پوستګي او ويښتانو توېيدل دي.

د خوراكي توګو سره حساسیت؛

هغه مواد چې د دغه حساسيت سبب کېږي عبارت دى له: ځينې خسته/ زړي لرونکي، مساله لرونکي، د غوا شيدې  سمندري حيوانات مثلا صدف او ځينې ميوې. د عکس العمل شدت يى نسبتا بى ضرره او شدید حالت کې د بخار او د خولى د دانو او د خطرناکې لړزى سبب کېږي.

وروستي مطالب