حامد کرزی: پسرلي کې د ښوونځيو دروازې پرانیستې غواړو

راتلونکی پسرلی باید د ښوونځیو دروازې د نجونو او هلکانو پر مخ پرانیستې وي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي له سي ان ان سره په تازه مرکه کې ویلي، چې دوی د یوه پیاوړي افغانستان لپاره هڅې کوي او په خبره یې تمه لري چې ژر دلته دایمي ثبات او یو پیاوړی ټولشموله حکومت جوړ شي.

هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې دوی له نوي حکومت سره کار نه کوي او په خبره یې دی او ډاکټر عبدالله عبدالله نه د واک غوښتونکي دي او نه به په دې اړه کوم وړاندیز ومني، ځکه دوی په کافي اندازه په حکومت کې کار کړی دی او ښه به وي چې نوو او موثرو څېرو ته فرصت برابر کړل شي.

ښاغلي کرزي ټینګار کړی چې راتلونکی پسرلی د ښوونځیو دروازې پرانیستې غواړي.

دده په خبره ستره هیله او مهمه غوښتنه یې دا ده چې راتلونکی پسرلی د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې د نجونو او هلکانو پر مخ پرانیستې وي او د افغانانو اولادونه خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې کابل ته د طالبانو له راتګ پنځه میاشتې کېږي، چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د زده کړیالانو پرمخ تړل شوي دي.

طالب چارواکي هر کله د نوو او عصري زده کړو ژمنه کوي؛ خو عام خلک وایي، چې طالبان دې لومړی د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانېزي بیا دې د پوهنتونونو په معیاري کولو غږېږي.

About عاقله اسد 1244 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله