حامد کرزی: امریکا په لوی لاس طالبان جګړې ته اړ کړل

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، امریکا په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې ناکامه وه.

نوموړي له راشا ټوډې سره په تازه مرکې کې ویلي، چې د طالبانو له سقوط او افغانستان ته د نړیوالې ټولنې له راتګ وروسته، ډېرو طالبانو سوله ییز ژوند غوره کړ، خو د نوموړي په خبره، امریکا دوی په زور جګړې ته اړ کړل.

کرزي زیاته کړې، چې امریکا هغه مهال له ځینو سیمه ییزو عناصرو سره په ګډه د طالبانو پر کورونو بریدونو ته دوام ورکړ، له همدې کبله دوی اړ شول چې هېواد پرېږدي او بېرته وسله‌والې جګړې ته مخه کړي.

نوموړي دغه راز پر چین، روسیې، هند، ایران او نورو سیمه‌ییزو قدرتونو هم غږ کړی،چې په افغان سوله کې خپل رغنده رول ولوبوي او په سیمه کې د امریکا د ناوړه پلانونو پر وړاندې ودرېږي.

د یادونې ده، چې تېره ورځ حامد کرزي وویل، چې په هیواد کې د وروستیو نا امنیو له کبله ډيری هیوادوالو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتې دي.

د هغه په خبره، په هیواد کې روان تاوتریخوالي زرګونه خلک د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ کړي او اوسمهال په یو بد بشري حالت کې ژوند کوي.

کرزي په نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول پر یونما غږ وکړو، چې له دې کورنیو سره دې ژر تر ژره مرستې وکړي.

نوموړي دغه راز له ملي سوداګرو هم غوښتنه کړې، چې د بې ځایه شویو کسانو لاسنیوی وکړي.

د کرزي په وینا، په جگړه کې ښکېلې غاړې باید د ملکي وګړو د سر او مال ساتنې ته په کلکه پاملرنه وکړي او له روانو حالاتو څخه د خپلو خلکو د ژغورلو او مصئونیت لپاره له جگړې لاس واخلي او په ټول توان او جدیت سره د سولې مذاکرات پیل او د کامیابي لپاره یې کوټلي گامونه اوچت کړي.

وروستي مطالب