حامد کرزی: امریکا په افغانستان کې ماتې وخوړه، چین دې د افغانستان او پاکستان اړیکې ورغوي

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي، امریکا په افغانستان کې ماته خوړلې او اوس دې له خپل مسوولیت تېښته نه کوي.
کرزي له ګلوبل ټایمز سره په مرکه کې ویلي، چې افغانستان ته د امریکایي سرتیرو تر راتګ وروسته نه یوازې ترهګري له منځه نه ده تللې، بلکې په وینا یې جګړه پيچلې شوې او نوې ترهګرې ډلې رامنځ ته شوې دي.
حامد کرزي ویلي، افغانستان کې د روان وضعیت د مهار لپاره د سترو قدرتونو تفاهم اړین دی او په وینا یې په ځانګړي ډول چین کولی شي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو په سمون کې مرسته وکړي او همدا شان چین د (تروییکا پلس) فارمټ کې د افغان سولې پروسې په برخه کې د پام وړ رول هم لوبولی شي.
حامد کرزی داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تېره ورځ د ځینو رسنیو راپورونو کې ویل شوې وه چې پاکستان کې د افغان چارو شنونکي وایي چې د افغان کشالې د اواري کیلي په اسلام اباد کې ده او که چېرته اسلام اباد په پاکستان کې امن غواړي نو باید د افغان ستونزې په اوارې کې صادقانه هلې ځلې وکړي.
د څېړونکو په خبره، که چېرته د افغان سولې خبرې ناکامې شي نو له اسلام اباد سره به د کابل او واشنګټن اړیکې نورې هم پیکه شي.
که څه هم د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په دې وروستیو کې په وار وار ویلي چې دوی پر طالبانو نفوذ نه لري خو د چارو شنونکی سرفراز خان وایي چې د افغانستان حالات تل د ګاونډیانو د لاسوهنې له امله خراب شوي دي.
هغه زیاته کړې چې که چېرته له طالبانو سره د پاکستان ملاتړ نه وای نو یاده ډله به پخوا له ماتې سره مخ شوې وه.
په ورته وخت کې د پېښور پوهنتون استاد خورشید خان هم ورته څرګندونې کوي او وایي چې د طالبانو کورونه په پاکستان کې دي، بچیان یې ښوونځیو ته ځي او بلاخره هر څه یې د پاکستاني حکومت په لاس کې دي.
هغه د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې که چېرته پاکستان پر طالبانو ان اوبه هم بندې کړي، نو کولی شي دغه ډله له افغان حکومت سره خبرو ته چمتو کړي.
هغه دغه راز ویلي چې د طالبانو د ټپيانو درملنه په پاکستاني روغتونونو کې کېږي او ډېری مړي یې هم پاکستان ته راځي، نو له دې حقیقته چې پاکستان پر طالبانو پراخ نفوذ لري، سترګې نه شي پټېدلی.

فرید هوتک؛ د پاکستان پر وړاندې اعلان شوي نوملړ سره ۸۵ سلنه افغانان موافق دي

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د پاکستان پر وړاندې درېیوو یو ورځنیو لوبو ته له اعلان شوې لوبډلې ۸۵ سلنه هېوادوال راضي دي او یاده لوبډله یې وړ ... نور ولولئ