هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
ژوند او ژواک

جګي چن د ” د کنګ فو یوګا“ په تبلیغاتو پسې هندوستان ته تللی

نړیوال سینمايي ستوری جګي چن هندوستان ته تللی او وړمه شپه دغلته د کپیل شرما په مشهوره کمیډې خپرونه کې راڅرګند شو.

دا وتلی سینمايي ستوری هندوستان ته د خپل راتلونکې فلم ” کنګ فو یوګا “ ته د تبلیغاتو لپاره تللی دی.

هندي یوازې د نړۍ لوی فلم تولیدونکی هیواد نه دی، بلکې د نړۍ د فلمونو یو لوی بازار هم ګڼل کیږي، له همدې کبله یې د هالیوډ او د نړۍ د نورو مخکښو سینمايي نړیو وتلې څيرې ورماتې کړي.

د جګي چین په راتلونکې فلم ” کنګ فو یوګا “ سونو سوډ، امریه ډسټر او ډیشا پټاني هم رول لوبولی دی .

نوموړی تر دې مخکې د خپل دې فلم د تبلیغ لپاره چین او مالیزیا ته هن تللي وی.

جکي چن او کنګفو یوګا فلم ډایرکټر سټانلي ټانګ د جنورۍ په ۲۳ نیټه ممبيي ته رسیدلي دي.

کنګفو یوګا به چین کې د جنورۍ په اته ویشتمه نیټه په سینماګانو څرګند شي، خو په هندوستان کې به دا فلم د فیبرورۍ په دریمه د سینما تالارونه ونیسي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */