اپریل 18, 2021

جي شنکر: د دایمي سولې لپاره دې دواړه لوري ژمنتیا وښيي

هند وایي د افغانستان د سولې په مسئله کې د سیمې د هېوادونو همکاري اړینه ده.

د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شینکر د اسیا زړه هېوادونو په کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې د سولې په برخه کې د پرمختګ لپاره د دواړو لورو ترمنځ نرمښت ته اړتیا ده او باید مذاکراتو ته ژمنتیا رامنځ ته شي.

د هغه په وینا د مذاکراتو دواړه لوري باید سولې ته ژمنتیا وښيي او دا دې ثابته کړي چې دوی په رښتینې توګه په افغانستان کې سوله غواړي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا ویلي چې هېواد یې د سولې له روان بهیر هر اړخیز ملاتړ کوي او په دې تمه دی چې په افغانستان او سیمه کې دایمي سوله او ثبات تامین شي.

په ورته وخت کې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان وایي دوی له ټولو ممکنو لارو له افغان سولې سره مرستې او همکارۍ ته تیار دي.

هغه چې نن یې په دوشنبه کې د اسیا زړه-استانبول بهیر په کنفرانس کې خبرې کولې وویل د تاجکستان ستره هیله په افغانستان کې د سولې او ثبات راتګ دی.

د نوموړي په خبره تاجکستان تیار دی چې له ټولو ممکنو لارو په استفادې د افغانستان د سولې له پروسې سره همکاري وکړي او ددغه بهیر بشپړ ملاتړي دي.

اما علي رحمان همدا راز وویل چې دوی له افغانستان سره د ګډو پروژو عملي کولو ته تیار دی.

هغه ټينګار وکړ چې د سولې په برخه کې دې د ټولو افغانانو غږ واورېدل شي او په دې ټوګه دې دغه هېواد ته دایمي سوله او سوکالي راوستل شي.

رحمان د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا هم ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د کابل او دوشنبې ترمنځ د تاریخي اړیکو د لا قوت لپاره به هڅه کوي.

نن په پلازمینه دوشنبې کې د افغانستان په اړه د اسیا زړه نهم کنفرانس دی چې تر ډېره به پکې پر افغان سوله او سیمه ییز ثبات بحثونه او خبرې پکې کېږي.