جو بایډن: د افغانستان وضعیت څارو، د هر ډول ګواښ پر وړاندې په وخت اقدام کوو

د امریکا ولسمشر جو بایډن وایي، چې دوی په افغانستان کې وضعیت څاري.

نوموړي د بن لادن د وژلو د لسم تلین په مناسبت په تازه څرګندونو کې ویلي چې امریکا په افغانستان کې خپلو موخو ته ورسېده او په دې بریالۍ شوه چې د القاعده شبکې غړي او مشران له منځه یوسي او په کافي اندازه یې دغه ډله کمزورې کړې.

جو بایډن ویلي چې له افغانستان به یې ټول سرتېري وځي، ځکه دوی خپلو موخو ته رسېدلي دي او باید د امریکا تر ټولو اوږده جګړه ختمه کړل شي.

جو بایډن دغه راز ټينګار کړی چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې به ترهګریز فعالیتونه څاري او په خبره یې افغانستان به یې تر مستقیم څار لاندې وي او هره شېبه چې ترهګرې ډلې ګواښ جوړوي دوی یې پر وړاندې اقدام کولی شي.

نوموړي یو ځل بیا ویلي چې ماموریت یې په افغانستان کې بریالی و.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې غړو د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي ډېرېدل غندلي دي.

د مشرانو جرګې ګڼو غړو په نننۍ غونډه کې د خبرو پر مهال په هېواد کې وروستی تاوتریخوالی غندلی دی او طالبان یې تورن کړي چې ګواکي په بېلو پلمو هڅه کوي جګړې دوام پیدا کړي او تاوتریخوالی ډېر شي.

سناتورانو په لوګر کې وروستی موټربم برید هم په کلکو ټکو غندلی دی او په خبره یې دغه ډول بریدونه په هېواد کې د جګړو د دوام او تاوتریخوالي د ډېرېدو سبب ګرځي.

د دوحې هوکړې پر بنسټ ټاکل شوې وه چې د مې په لومړۍ نېټه ټول بهرني ځواکونه له افغانستان وتلي وای، خو دغه سرتېرو اوس تازه وتل پيل کړي دي، طالبانو بیا هغه مهال خبرداری ورکړی و، چې که بهرني ځواکونه له افغانستان و نه وځي نو دوی به یې پر وړاندې جګړه شدیده کړي.

بلخوا تېره ورځ د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله ویلي چې د افغانستان سیاسي مشران باید د سولې مذاکراتو څخه د ملاتړ په موخه له طالبانو سره خبرو ته حاضر شي او سره متحد دې شي او یا دې د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته یوې ترخې جګړې ته په تمه پاتې شي.

نوموړي تېره ورځ له اسوشیټډ پریس اژانس سره په مرکه کې زیاته کړې، چې د بهرنیو ځواکونو وتل به ستونزې رامنځته کړي خو په خبره یې افغانان باید ټول پام سولې او ټیکاو ته وکړي.

نوموړي ویلي چې پر سوله تمرکز د طالبانو او افغان حکومت په ګټه دی.

هغه یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې طالبان د جګړې له لارې نه شي بریالي کېدای ځکه چې آن هغه هېواد چې پر دوی ډېر نفوذ لري (پاکستان) هم په دې برخه کې د دوی ملاتړ نه کوي.

وروستي مطالب