مارچ 8, 2021

جوفرا ارچر د راتلونکي پړاو IPL څخه پاته سو.

Advertisements

خبريال: مدثر دعوت
ويسټ انډيز اصله انګلستانی تيز توپ اچوونکی جوفرا ارچر د شديدو زخمونو له کبله د رجستان رويالز لوبډلي لپاره نسي لوبيدلی .
د انګلستان کريکټ بورډ وايي ارچر په ډسمبر مياشت کي د سويلي افريقا په وړاندي لوبه کي زخمي سو چي ترهغه وروسته يې يوازي بوکسينګ ټيسټ لوبه ترسره کړې.
د دوی په باور تر معايناتو او تشخيص وروسته دا په ډاګه سوه چي د ارچر راسته اوږې او څنګلي ته سخته ضربه رسيدلې نو ځکه بايد د ۳ مياشتو لپاره استراحت وي.

ارچر د همدې ټپونو له کبله د سريلانکا په وړاندي د راتلونکي ټيسټ د سفر او هندوستان پريمرليګ څخه هم پاته سو.
د انګلستان کريکټ بورډ وايي موږ به د طبي ټيم سره په ګډه کوښښ وکړو تر څو ارچر تر راتلونکي جون مياشتي پوري جوړ سي او د انګلستان د کريکټ ټيم لپاره د ويسټ انډيز په وړاندي ۳ ټيسټ لوبو کي ولوبيږي.
۲۴ کلن جوفرا ارچر د انګلستان لپاره په ۷ ټيسټ لوبو کي ۳۰ ويکټي اخيستي همدارنګه په ۱۴ يو ورځنيو لوبو کي يې ۲۳ ويکټي اخيستي.
په IPL کي د راجستان رويالز لوبډلي چارواکو هم د ارچر په زخمي کيدو خواشيني څرګنده کړې او ويلي يې دي چي دوی به د انګلستان د کريکټ بورډ سره اړيکه ونيسي تر څو ارچر د راتلونکي پړاو IPL لپاره چمتو کړي.
جوفرا ارچر د هندوستان پريمرليګ په ۲۱ لوبو کي ۲۶ ويکټي اخيستي دي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




فرهان یوسفزی: که ملي لوبغاړي ښه وځلیږي، معنوي او مادي مرستې ورسره کوم

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان د کرکټ بورډ له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلې، چې د کرکټ بورډ عمومي رئيس فرهان یوسفزي پرون ماښام د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو سره چې ... نور ولولئ