جواد ظریف: په افغانستان کې د قانوني حکومت ملاتړي یو

ایران طالبانو ته ویلي چې په افغانستان کې له یوه قانوني او ټولشموله حکومت ملاتړ کوي.
د الجزیرې د راپور له مخې جواد ظریف له طالبانو سره په خپله وروستۍ لیدنه کې دوی هڅولي چې د جګړو پر ځای د سولې او خبرو له لارې له افغان حکومت سره توافق ته ورسېږي.
جواد ظریف ویلي په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت ملاتړ کوي، د داسې یوه حکومت چې قوانینو په تېره اساسي قانون عملي کړي او ساتنه یې وکړي.
ظریف همدا راز پر طالبانو غږ کړی چې د سولې له لارې دې د افغانانو سترې هیلې پوره کړي، د بهرنیو د لاسوهنو مخنیوی دې وکړي او د افغانستان دردېدلي ولس ته دې امن او ثبات راولي.
ظریف ویلي چې د لسیزو جګړو افغانستان او افغانانو ته ډېر زیانونه اړولي دي او اوس طالبانو ته په کار ده چې دغه اوږدې جګړې ته د خبرو له لارې د پای ټکی کېږدي.
بل لورته د امریکا د دفاع وزارت ویلي، طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی، خو امریکایي لوری لا هم د دوحې هوکړې ته ژمن دی.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي یو وار بیا په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، طالبانو تاوتریخوالی نه دی کم کړی، پر افغان ځواکونو یې بریدونه نه دي درولي او له دې ښکاري چې دوی د دوحې هوکړې ته ژمن نه دي.
کربي وایي د امریکا ستره موخه دا ده چې افغان جګړه د خبرو له لارې حل کړي خو د طالبانو نه ژمنتیا ناهیلي ډېره کړې ده.
کربي ویلي طالبانو ته په کار د چې د دوحې هوکړه عملي کړي.
هغه د امریکا د راتلونکي اقدام په اړه هېڅ راز څرګندونه نه ده کړې خو تمه یې ښودلې چې طالبان له هوکړې سره سم تاوتریخوالی کم او مذاکرات چټک کړي.
دا خبرې داسې مهال کېږي چې څو ورځې وړاندې عباس ستانکزی مسکو او ملا برادر ایران هیواد ته تللې وه.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.




ليکوال ته!

by حنیفه مومند ، کابل in ادبیات

هېڅکله هغه څه مه ليکه، چې نغواړې نور يې ولولي. د انسان فطرت داسې جوړ دى چې تل غواړي نور د دوى په ليکلو شاباسی ووايي، او دا احساس ورکړي، چې ښه ليکنه يې کړې ... نور ولولئ