مارچ 4, 2021

جنوبي افریقا د بنګله دیش له برخلیک سره مخ شوه

په سریلنکا کې د کوربه سریلنکا او جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د لمړنۍ ټیسټ لوبې وروسته دویمه ټیسټ سیالۍ کې هم د سریلنکا کرکټ ملي لوبډلې د جنوبي افریقا لوبډلې ته په ستر توپیر سره ماتې ورکړه.
جنوبي افریقا ته د لوبې په لمړي اننګز کې سپین بالر کیشاو مهراج د خپل بهترینه بالینګ سره امیدونه ورکړي و، خو توپ وهونکو یې مقاومت ونشو کړی او د لمړۍ سیالۍ په څیر په دویمه لوبه کې یې هم کوربه لوبډلې ته په لوی توپیر سره ماته وخوړه.
د سریلنکا خلاف کیشاو مهراج د خپل ځان او جنوبي افریقا لپاره په لمړي اننګز کې ۹ ویکټې ترلاسه کړې، خو ورپسې سریلنکايي سپینرانو د جنوبي افریقا توپ وهونکي را ګیر کړل.
د سریلنکا د خپلو درې سپین بالرانو پرمټ د اکیلا دننجایه ۵، دلروان پریرا ۴ او رنګانه هیرات ۱ ویکټې په اخیستو سره ټوله لوبډله تر ۱۲۴ منډو راټوله کړه او همدا راز په دویمه پاڼۍ کې همدې بالرانو یو ځل بیا د جنوبي افریقا توپ وهونکي راګیر کړل، چې پکې رانګانه هیرات ۶، اکیلا دننجایه او دلروان پریرا دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
سریلنکا د لمړي اننګز یا پاڼۍ څخه افریقا لوبډله ۲۱۴ منډې باقي کړې او ورسره یې دویمه توپ وهنه کې د ۲۷۵ نورو منډو جوړولو سره مقابلې لوبډلې ته د ۴۸۹ منډو هدف ورکړ، چې په ځواب کې د جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبدلې په دویه پاڼۍ کې ۲۹۰ منډې جوړې کړې او د ۱۹۹ منډې په توپیر سره یې ماتې وخوړه.
د دواړو لوبډلو ترمنځ د ټیسټ لوبو لړۍ پای ته ورسیده، خو د ۵ یو ورځینیو سیالیو لړۍ هم د روانې جولای میاشتې له ۲۹ مې نیټې څخه پیل کیږي او هم به دغه سفر په وروستۍ یواځينۍ ۲۰ اوریزې سیالۍ سره د اګسټ میاشتې په ۱۴ مه نیټه پای ته ورسیږي.
په روانه میاشت کې بنګله دیش هم ویسټ انډیز ته په ویسټ انډیز کې دوه د صفر مقابل کې بد ترینه ماتې وخوړې او ورپسې جنوبي افریقا د سریلنکا ښکار شوه.