جنرال پتریوس: ښايي امریکا د سرتېرو د ایستلو له پرېکړې پښېمانه شي

یوه پخواني امریکايي نظامي او د سي ای اې پخواني مشر جنرال ډېوېډ پټریوس په یوه مرکه کې ویلي ددې احتمال شته چې په افغانستان کې کورنۍ جګړه رامنځ ته شي.

دده په خبره طالبان د حکومت د شریکولو او له سوله ییزو لارو د ستونزو د حل پلان نه لري له همدې امله ددې احتمال شته چې په افغانستان کې کورنۍ جګړه رامنځ ته شي.

هغه زیاته کړې چې د جګړې د دوام په صورت کې به امریکا د سرتېرو د ایستلو له پرېکړې تېره شي او په افغانستان کې به د جګړې د ختمولو لپاره اقدام وکړي.

نوموړي تمه ښودلې چې د سولې پروسه پایلې ولري او که داسې و نه شي نو امریکا به ډېره ژر پر خپلو پرېکړو پښېمانه شي.

د یادونې ده چې تېره ورځ امریکایي میلیټري ټایمز ورځپاڼې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو ته په اشارې ویلي چې ممکن له دغه هېواد څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته ګڼ تجهیزات د طالبانو لاس ته ولوېږي.

ورځپاڼې زیاته کړې، چې له عراق څخه د ځواکونو تر وتلو وروسته تجربه شوې ده چې د امریکایي ځواکونو یو شمېر موټر او تجهیزات د داعش ډلې لاس ته ورغلي دي.

ورځپاڼې د امریکایي چارواکو له قوله ویلي چې دوی تر وتلو وروسته افغان ځواکونو ته د یو شمېر تجهیزاتو د ورکړې خبره کړې ده خو ټینګار یې کړی دی چې افغان چارواکو دا ډاډ نه دی ورکړی چې یاد تجهیزات به د طالبانو لاس ته نه ورځي.

په ورته وخت کې ورځپاڼې د یو شمېر امریکایي قانون جوړونکو په حواله ویلي چې د ځواکونو تر وتلو وروسته یو شمېر داسې مسائل شته چې ګونګ پاتې دي او امریکایي حکومت یې تر اوسه په اړه دوی ته ډاډ نه دی ورکړی.

وروستي مطالب