جنرال تادین خان: طالبانو عسکر نه، ملکي وګړي خوشي کړي

د کندهار امنیه قومندان جنرال تادین خان وايي چي وسلوالو طالبانو په کندهار کي د سولي په نوم ۲۰ تنه نظامیان نه، بلکه ملکي وګړي آزاد کړي دي.
نوموړی زیاتوي چي چي په آزاد سوو کسانو کي یوازي یو تن چي په پولیسو کي پاته سوی وو، آزاد سوئ دئ.
جنرال تادین خان نن پر خپلي فېسبوک پاڼي داسي لیکلي:

تادین خان ادعا کړې، چي وسلوال طالبان د سولي په پروسه کي رښتني نه دي او دوی له دې وړاندي هم د امنیتي ځواکونو په نوم ملکي خلګ کلونه-کلونه د ځان سره ساتلي.
تېره ورځ په قطر کي د طالب وسلوالو د استازو ویاند سهیل شاهین لیکلي وه، چي په کندهار کي یې د کابل ادارې ۲۰ تنه عسکر د ICRC مؤسسې ته سپارلي دي.
په یادو آزاد سوو کسانو کي تر ۱۶ کلنو پوري ځوانان هم شامل وه.
تردې وړاندي افغان حکومت هم د بګرام زندان څخه د طالبانو ۳۰۰ بندیان آزاد کړی وو، خو د افغان حکومت د لومړني آزاد سوو بندیانو په جواب کي طالبانو ادعا کړې وه، چي دا یې طالبان نه دي خوشي کړي.

د افغان حکومت او طالب وسلوالي ډلي ترمنځ د بندیانو تبادله د بین الافغاني مذاکراتو د پیلیدو مهم شرط وو، چي اوس مهال د بندیانو آزادېدل جریان لري.
وسلوال طالبان غواړي، چي تر بین الافغانی مذاکراتو مخکي دي د دوی ۵۰۰۰ بندیان افغان حکومت خوشي کړي او طالبان به د حکومت ۱۰۰۰ بندیان آزادوي.
خو افغان حکومت پلان لري، چي په لومړۍ مرحله کي یوازي ۱۵۰۰ طالب زندانیان آزاد کړي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب

د طالبانو ضد ولسي پاڅون؛ له ۱۲ ډیرو ولایتونو کې خلک پاڅیدلي، خو څه باید وشي؟

by بشر درویش in افغانستان

وروسته له هغه چې امریکا او طالبانو موافقه وکړه او اوس سږکال د امریکایي ځواکونو چټک وتل پيل شول، ورسره همهاله افغانستان کې خورا توده جګړه پيل شوه. دا اوس هم پرته له څو ولایتونو ... نور ولولئ