سمیع الله درانی
د شپږیزې په ۱۵ مه لوبه کې د بند امیر ښامارانو لوبډلې اوپنر توپ وهونکي جاوېد احمدي سلیزه وکړه او د افریقایي کېمرن ډېلپورټ سره یې په دې لیګ کې له ریکارډ سره ځان برابر کړ.
دا د شپږیزې شپږم پړاو او نن یې د پلی اف سیالیو لپاره لوبې وشوې.
سهار مهال لوبه مِس عېنک له امو شارکس څخه په ۳ منډو وګټله او د مس عېنک بریا سپین غر ته چانس ورکړ، چې دوهم پړاو ته ولاړ شي.
پنځلسم لوبه چې یوه بجه پیل شوه، بند امیر ټاس وګاټه او توپ وهنه یې وکړه، دې لوبډلې د جاوید احمدي د ۱۱۷ ناسوځېدلو منډو په مرسته بُست ساتونکو لوبډلې ته ۱۹۴ منډې هدف ورکړ.
جاوېد احمدي چې اوپننګ ته راغلی و، ۱۱ یې څلوریزې او ۸ یې شپږیزې ووهلې او ناټ اوټ له لوبغالي ووت.
کېمرن دېلپورټ چې د افریقا کېڼ لاسی توپ وهونکی دی، په پنځم پړاو شپږیزه لیګ کې د بُست لوبډلې لپاره لوبېده، چې د مِس عېنک لوبډلې خلاف یې په شپږمه لوبه کې په ۴۴ توپونو سلیزه وهلې وه.
ډېلپورټ ۶ شپږیزې او ۱۱ څلوریزې وهلې وې.
اوس جاوید احمدي په خپل شپېتم توپ ۱۰۳ منډې وکړې او وروسته یې په درې نورو توپونو ۱۴ نورې منډې ورزیاتې کړې او ۱۱۷ ناسوځېدلې منډې یې وکړې.
جاوید احمدي ۱۱ څلوریزې او ۸ شپږیزې ووهلې، چې له ډېلپورټ څخه یې دوه شپږیزې زیاتې ووهلې.
که بند امیر نننۍ لوبه وګټي دوهم پړاو ته وځي.
له احمدي سره په دې لوبه کې شوکت زمان په دوهمه وېکټ ۹۵ منډې ملګرتیا هم وکړه.
په شپږیزه کې تر دې دمه همدغو دوه لوبغاړو سلیزې وهلي، له دې وړاندې نجیب الله ځدران په ۳۵ توپونو ۹۷ ناسوځېدلې منډې د بست پر وړاندې وکړې؛ خو سلیزه یې نصیب کې نه وه.
بل پلو ځوان لوبغاړي ابراهیم ځدران هم په ۹۶ منډو ناټ اوټ وتلې؛ خو سلیزه یې په قسمت کې نه وه.
اصغر افغان سږ کال تر ۹۲ منډو او ګلبدین نایب تر ۹۱ پورې منډې جوړې کړي، خو سلیزو وهلو کې ناکام شوي او اوټ شوي دي.