مارچ 5, 2021

جاويد افريدی: افغان کريکټ بورډ دي لوبغاړو ته اجازه ورکړي چي پاکستان کي ولوبيږي.

ليکنه: مدثر دعوت
د پيښور زلميو لوبډلي څښتن جاويد افريدی وايي د افغانستان کريکټ بورډ دي ملي لوبغاړو ته اجازه ورکړي چي د پاکستان په لوبغالو کي لوبي ترسره کړي.
افريدي د بي بي سي سره په مرکه کي وويل ورزش پوله نلري او موږ هڅه کوو د سياست سره يې بيل کړو.
د نوموړي په وينا موږ د افغانستان د کريکټ بورډ پخواني رئيس عاطف مشعل سره هوکړي ته رسيدلي وو او دا يې ډاډ راکړی وو چي پاکستان ته به خپله لوبډله ليږي،اوس هم په همدې هڅه کي يوو.

افريدی وايي اوس په پاکستان کي هيڅ امنيتي ستونزه نسته، د نړۍ قوي لوبډلو ژمنه کړې چي په پاکستان کي به لوبي کوي، او نامتو لوبغاړي هم پاکستان سوپر ليګ ته چي دا ځل په پاکستان کي دننه ترسره کيږي راځي.
د جاويد افريدي په وينا ما پخپله او پاکستان د افغانستان د کريکټ بورډ سره مرسته وکړه چي د ټیسټ کريکټ اجازه ترلاسه کړي پداسي حال کي چي د سريلانکا او بنګلديش بورډونو نه وه خوښه خو موږ ورباندي مثبته رايه استعمال کړه.
نوموړی دا هم وايي موږ دې ته چمتو يوو چي په پاکستان کي افغان لوبډلي ته لوبغالي او اکاډمۍ په واک کي ورکړو.